د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او خبریالانو پر یوه بل انتقادونه وکړل


د واشنگټن پوسټ پخواني خبریالان باب ووډورډ او کارل بارنستین د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په کلنۍ غونډه کې میلمانه و.
د واشنگټن پوسټ پخواني خبریالان باب ووډورډ او کارل بارنستین د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په کلنۍ غونډه کې میلمانه و.

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې رئیس جیف میسن په کلنۍ میلمستیا کې وویل چې هغوی د ټرمپ د رسنیو له دفتر سره د اړیکو د ښه کولو ډېره هڅه کړې ده، خو تر اوسه ناکام دي.

ښاغلي میسن وویل چې د رسنیو په اړه د حکومت عمومي دریځ له پامه نه شي غورځولی.

هغه زیاته کړه "د رسنیو ازادي د هیواد ددیموکراسي ډېر مهم بنسټ دی. د ژورنالستانو او رسنیو د اعتبار د له منځه وړلو هڅه کول، زموږ جمهوریت ته خطر پیښوي".

خو جمهور رئیس ټرمپ پر خبریالانو نیوکې وکړلې او هغه یې ناکام وبلل. ښاغلي ټرمپ وویل په دې خوشاله دی چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په کلنۍ میلمستیا کې یې گډون ونکړ.

ټرمپ یوشمیر رسنۍ درواغجنې وبللې او زیاته یې کړه "په لومړیو سلو ورځو کې د ناکامۍ درجه ورکوم".

ټرمپ خپلو زرگونو مینه والو ته وویل "ژمنې مې پوره کړي او لا به یې پوره کوو"
ټرمپ خپلو زرگونو مینه والو ته وویل "ژمنې مې پوره کړي او لا به یې پوره کوو"

خو د خبریالانو د ټولنې رئیس وویل چې هغوی ناکام نه دي "دا زموږ دنده ده چې حقایق بیان کړو او د رهبرانو څخه پوښتنې وکړو. موږ درواغجن نه یو. موږ ناکامې خبري رسنۍ نه یو او موږ د امریکا د ولس دوښمنان نه یو".

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د خبریالانو په کلنۍ دودیزې غونډې کې د گډون کولو پر ځای، پنسلوانیا ایالت ته ولاړ او د کمپاین د ورځو په څیر یې خپلو زرگونو مینه والو ته وینا وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د مهاجرت په اړه یې د حکومت پالیسي پر ډېر اسان فورمول جوړه کړې ده او هغه دا چې امریکایي کارگر، امریکایي شرکت او امریکایي گټې په پام کې ونیول شي.

ټرمپ زیاته کړه"موږ د مخدره موادو او د انسان د قاچاق د مخنیوي په خاطر دیوال جوړولو ته اړتیا لرو. موږ په یوازي سلو ورځو کې د مهاجرت د مخنیوي او د سرحدونو د خوندیتوب لپاره داسي تاریخي گامونه اخیستي دي چې تاسې پخوا هیڅکله نه و لیدلي".

د واشنگټن پوسټ خبریالانو کارل بارنستین او باب ووډورډ څلویښت کاله وړاندې داسې تحقیقاتي راپورونه کړي و، چې بالاخره جمهور رئیس نیکسن استعفا ته اړ شوی و.

په بیگانی غونډه کې ښاغلي ووډورډ وویل "د سیاستوالو او جمهور رئیسانو په څیر، ډېر ځلې، موږ هم سهوې کوو. موږ باید خپلې سهوې ومنو. خو نن سبا چې د حقیقت موندنې هڅې کیږي، دا کارونه په ډېر ښه نیت کیږي. ښاغلی جمهور رئیس! رسنۍ دوراغجنې نه دي."

د ١٩٨١ څخه دا لومړی وار و، چې جمهور رئیس د خبریالانو په کلنۍ میلمستیا کې گډون ونکړ. تیر ځل رونالډ ریگن په هغه باندې د ترور د ناکامې هڅې له امله په دې میلمستیا کې برخه نه وه اخیستې.

XS
SM
MD
LG