د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې له څلور کاله ځنډ وروسته اسرائیل ته نوی سفیر وګماره 


ترکیې له څلورو کلونو ځنډ وروسته له یهودي دولت سره د اړیکو د عادي کولو لپاره په یو تازه اقدام کې اسرائیل ته خپل سفیر وټاکه.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې یو تجربه کار دیپلومات ساکر اوزکان تورونلر، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ یې په بیت المقدس کې د ترکیې د جنرال قونسل په توګه دنده ترسره کړې، د جمعې په ورځ ناوخته نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) د ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو فرمان له مخې دغه مقام ته نومول شوی دی.

انقرې د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له اسرائیل خپل سفیر وایست او د اسرائیل د پوځ له ‎خوا د لسګونو فلسطینیانو د وژلو له کبله یې د اسرائیل سفیر هم له هیواد څخه وشړه.

اسرائیل په متقابل اقدام کې په بیت المقدس کې د ترکیې له قونسل وغوښتل چې بریته خپل هیواد ته ستون شي.

د ترکیې او اسرائیل تر منځ اړیکې وروسته له هغه خړې پړې شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د مخکني حکومت پر وخت د فلسطین په اړه د اسرائیل پر تګلارې نیوکې وکړې.

خو ښاغلي اردوغان د روانې میاشتې په لومړیو کې په انتخاباتو کې له بریا وروسته بنیامین نتنیاهو ته د مبارکۍ پیغام واستوه.

XS
SM
MD
LG