د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه باور لري چې ټرمپ پرې بندیزونه نه لگوي


ترکي مقامات وایي باور لري چې د امریکا جمهور رئیس به پرې د روسي میزایلو د اخیستلو له کبله بندیزونه ونه لگوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولود چاوس اوغلو نن د دوشنبې په ورځ (جولای ٢٢) وویل مطمین دی چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ به د روسي اس-۴٠٠ میزایلو د دفاعي سیستم د پیرودولو په وجه بندیزونه ونه لگوي.

ښاغلي ټرمپ د ترکیې له لورې د روسي اس ۴٠٠ میزایلو د اخیستلو په اړه چې د جولاۍ په ١٣ ترکیې ته انتقال شول خپل دریځ یو څه نرم کړی او د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ ١٨) یې ویلي دي چې هغه "اوسمهال" د بندیزونه په لگولو فکر نه کوي.

خو واشنگټن د اف-٣٥ جنگي الوتکو له پروگرام نه د ترکیې په ایستلو سره د مسکو او انقرې ددغې معاملې په وړاندې غبرگون ښودلی دی. ددغو جنگي الوتکو له پروگرام نه په وتلو سره ترکي دفاعي قراردادیانو ته میلیاردونه ډالر تاوران رسیږي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که امریکا د اف-٣٥ جت الوتکو له پروگرام نه دوی وباسي، ترکیه به تر هغه چې خپلې جنگي الوتکې تولید کړي د بل کوم هیواد نه به یې ترلاسه کړي.

ترکیه د امریکا د متحده ایالاتو د ناټو نژدې متحد دی او ښاغلي چاوش اوغلو پدې ټینگار کوي چې "ترکیه به هیڅکله د ناټو له تړون نه ونه وځي."

امریکا وایي که اف-٣٥ جنگي الوتکي د میزایلو ددغه روسي سیستم تر څنگ فعالیت وکړي کیدای شي روسیه ددغو الوتکو تخنیکي پټ معلومات ترلاسه کړي.

ښاغلي چاوس اوغلو د یو ترکي خبري چینل سره په مرکه کې ویلي چې "ټرمپ نه غواړي پر ترکیې باندې بندیزونه ولگوي". هغه زیاتوي: "کله چې ټرمپ د یو څیز ژمنه وکړي، هغه په زغرده هڅه کوي چې پرې ودریږي، خو په امریکا مختلف نظریات موجود دي".

د فرانسې د خبري اژانس په وینا دا د امریکا په کانگرس پورې اړه لري چې ترکیې ته د سزا ورکولو پریکړه کوي او که نه. خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي تمه لري چې ښاغلی ټرمپ به د کانگرس له لورې د هر ډول عمده بندیزونو مخه ونیسي، د هغه په وینا "دا زمونږ تمه ده".

XS
SM
MD
LG