د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د کډوالو په مخ د اروپا دروازې پرانېستلې


ترکیه وايي د سوري کډوالو نوې څپه نشي زغملې
ترکیه وايي د سوري کډوالو نوې څپه نشي زغملې

له هغه وروسته چې د سوریې په هوايي برید کې د ترکیې شاوخوا ۳۳ سرتېري ووژل شول، ترکیې د سوریې کډوالو ته اجازه ورکړې چې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ (فبروري۲۸) وویل چې ترکیه د جنګ ځپلې سوریې د کډوالو نوې څپه نشي زغملی. هغه وویل چې دغو کډوالو ته به اجازه ورکړي چې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

نوموړي وویل: "موږ پرون ( د جمعې په ورځ ) دروازې خلاصې کړي. موږ به بیا دا دروازې ونه تړو... ولې؟ ځکه چې باید اروپايي ټولنه خپلې ژمنې پوره کړي."

رجب طیب اردوغان وویل چې له تېرې ورځې راهېسې له اروپا سره د ترکیې په سرحدونو کې شاوخوا ۱۸۰۰۰ کډوال راټول شوي او ښايي د هغه په خبره دا شمېره ۳۰۰۰۰ ته ورسیږي.

ترکیې له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې د سوریې د هوايي ځواکونو په برید کې د ترکیې لږ تر لږه ۳۳ سرتېري ووژل شول او په بدل کې یې ترکیې په سوریې کې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل.

اروپايي ټولنې له ترکیې سره یو تړون لاسلیک کړی و چې په اساس به یې ترکیه د سوريې کډوال په خپله خاوره کې ساتي او د اروپا نورو هېوادونو ته به یې نه پریږدي، خو اوس ترکیه وايي چې دا کار نور نشي کولی.

XS
SM
MD
LG