د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: اتومي وسلو ته زموږ د لاسرسي مخه مه نیسئ


د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان اتومي وسلو د لاسرسي په اړه د ترکیې د لیوالتیا په اړه ځینې خبرې کړې دي.

هغه د خپل حاکم حزب له ځینو چارواکو سره په خبرو کې وویل چې دا ورته د منلو نه ده چې اتومي وسلو درلودونکي هیوادونه دغو وسلو ته د ترکیې د لاسرسي مخنیوی وکړي. خو ښاغلي اردوغان د هسته یي وسلو لاس ته راړلو لپاره د ترکیې د هلو ځلو په اړه څه ونه ویل.

هغه وايي: "ځینې هیوادونه د اتومي وسلو د لیږدولو قدرت لرونکي میزایلونه لري، یو او دوه هم نه. خو نه غواړي چې زه دې دغسې وسلې ولرم، دا ماته د منلو نه ده".

اردوغان وویل چې په اوس وخت کې ټول پرمختللي هیوادونه هسته یي وسلې لري.

اسرائیل هم هسته یي وسلې لري چې د امریکا له نږدې متحدینو څخه دی او د ترکیې ولسمشر یې په اړه څو ځلې انتقادونه کړي دي.

ښاغلي اردوغان وویل چې د اسرائیل هسته یي وسلې د نورو ملکونو لپاره ګواښ کیدلی شي،

اردوغان وویل: "اسرائیل! چې مونږ ته ډیر نږدې پروت دی. که داسې نه ده؟ هغوي (د هسته یي وسلو د کارولو په ګواښ) ټول ویروي. "

داسې احتمال شته چې د ترکیې د ولسشمر وروستۍ څرګندونې به په سیمه کې د اتومي وسلو په هکله د ډېرو هېوادونو اندیښنې راوپاروي. تر دې وړاندې په دغه سیمه کې د ایران په اړه ورته اندیښنې موجودې وې.

XS
SM
MD
LG