د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: سعودي دې د خاشقجي د قاتلانو نومونه په ډاگه کړي


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د جمعې په ورځ (اکتوبر ٢٦) د سعودي عربستان له مقاماتو وغوښتل د هغو کسانو نومونه په ډاگه کړي چې د ریاض د منتقد ژورنالیست جمال خاشقجي په قتل کې یې لاس درلود.

ښاغلي اردوغان همداشان ویلي چې ریاض باید د خاشقجي د مړي ځای هم څرگند کړي. ښاغلی خاشقجي د ٢٠١٨ کال د اکتوبر په دوهمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته ننوتی و او بیا یې پته ونه لگیدله.

ترکي مقاماتو دمخه ویلي وو چې ښاغلی خاشقجي وروسته له هغې چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې ووژل شو مړی یې ټوټه ټوټه او ناڅرگند ځای ته انتقال شو.

ترکي مقاماتو د جمال خاشقجي له بې درکه کیدو وروسته وویل چې هغوی د غږ او ویدیو داسې ټیپونه لري چې ددغه ژورنالیست وژنه څرگندوي.خو د ترکیې جمهور رئیس د جمعې په ورځ وویل چې هغه د خاشقجي د قتل په اړه نور اطلاعات هم لري.

جمال خاشقجي په خپله خوښه د امریکا په متحده ایالاتو کې د جلا وطنۍ ژوند کاوه او واشنگټن پوست ورځپاڼې ته یې هم لیکنې کولې. هغه د سعودي د حکومت په ځانگړې توگه د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان، د عمدو انتقادکوونکو له ډلې څخه و.

د سعودي عربستان استخباراتي مقاماتو ویلي چې ددې پیښې په اړوند ١٨ سعودي تورن کسان نیول شوي دي.

لیعهد محمد بن سلمان ویلي دي چې د جمال خاشقجي د قتل د مسولینو سره به د قانون سره سم چلند وشي.

XS
SM
MD
LG