د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د دوشنبې په ورځ، جنورۍ ۶مه (مرغومي ۱۷مه) وویل چې که د سوریې د تجزیې خطر احساس شي، د مداخلې امر به وکړي.
اردوغان څرګنده کړه چې د سوریې تجزیه د ترکیې لپاره د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړه: "که هر ډول ګواښ رامنځته شي، اړین اقدامات به ترسره کړو. موږ [ترکیه] ټول اړین وسایل او توان په واک کې لرو."
د اردوغان دا خبرې تر ډېره د سوریې پر کردي ځواکونو متمرکزې وې.
نوموړي زیاته کړه، چې په سوریه کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او ټینګار یې وکړ، چې انقره هر وخت د هر راز اقدام جوګه دی. هغه وویل: "که چیرې اړتیا پېښه شوه، انقره په یوه شپه کې مداخله کولای شي. "
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د ترکیې د ملاتړ او د لویدیځ ملاتړ څخه برخمن د کردي یاغیانو ترمنځ جګړو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
انقره د کردانو د ولسي ساتنې ځواکونه (وای پي جې)، د کردستان د کارګر ګوند (پ ک ک) یوه څانګه ګڼي. دا ګوند له ۱۹۸۰ کال راهیسې د ترکیې له حکومت سره په جګړه بوخت دی او د ترکیې او لویدیځ متحدینو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوی دی.
تر دې وړاندې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په پلازمینه انقره کې د یوې خبري ناستې پرمهال، وویل: "په سوریه کې شرایط بدل شوي دي. زموږ په باور، د کردستان د کارګر ګوند (پکک) او ورسره تړلې ډلې به ډېر ژر له صحنې څخه ورکې شي."
فیدان په سوریه کې د کُردي ځواکونو د ملاتړ په اړه لویدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: "که تاسو (لویدیځ) په سیمه کې بل ډول هدف لرئ او غواړئ داعش د پلمې په توګه وکاروئ، ترڅو پکک پیاوړی کړئ، نو ددې لپاره هېڅ ځای نشته. "
ترکیه له ډېرې مودې راهیسې په سوریه کې د کُردي ځواکونو د ملاتړ په اړه د امریکا د پالیسۍ مخالفت کوي، خو واشنګټن دغه ځواکونه د داعش د بیا راپورته کېدو د مخنیوي لپاره مهم ګڼي.
د سوریې دیموکراتیک ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کې د داعش پر وړاندې مبارزې کې مهم رول ولوباوه او اوس د هغو زندانیانو او کمپونو ساتنه کوي چې د داعش غړي په کې بندیان دي.
فورم \ دبحث خونه