د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې دماین چاودنې ۲۸ ملکي کسان ټپیان کړي


تر اوسه چا د کونړ د چاودنې مسولت نه دی اخیستی
تر اوسه چا د کونړ د چاودنې مسولت نه دی اخیستی

نن د کونړ ولایت په مرکز کې د ماین په یوه چاودنه کې ۲۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او په کندهار کې یو ځانمرګي بریدګر درې کسان ټپیان کړي دي.

د کونړ په ولایت کې چارواکي وایي چې ۲۸ ملکي وګړي نن سهار شاوخوا یولس بجې ‌‌‌‌‌‌د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې د سبزۍ منډ‌‌‌‌‌‌‌يي کې دیو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

دکونړ ولایت دعامې روغتیا رئیس ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسد الله فضلي امریکا غږ ته وویل چې دپېښې له ځایه ورته اته ویشت ټپيان وروړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

دپېښې عیني شاهدان وايي چې چاودنه په یوه برېښنایي بکسه کې دیو ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.

د کونړ په روغتون کې ډاکټرانو ویلي چې دور وړل شوو ټپیانو له ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډلې د څلورو تنو روغتیایی وضیعت ښه نه دی.

تر اوسه کوم چا یا ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.

د بلې خوا نن د یکشنبې په ورځ په کندهار کې په یو ځانمرګي برید کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د کندهار په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې دا برید د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د صرف ډوله موټر په وسیله د پوليسو پر یوه پوسته شوی چې پخپله بریدکوونکی په کې ژول شوی دی.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیادراني امریکا غږ ته وويل چې برید ۱۲ بجې شوی دی.

د کندهار د میرویس روغتون ډاکټران وایي چې د پېښې له ځای څخه دغه روغتون ته درې ټپیان ور وړل شوي چې دوه یې پوليس او یو تن یې عام وګړی دی.

چارواکي وایي دا برید د کندهار ښار او د سپين بولدک د لارې په اوږدو کې د دامان والسوالۍ د ترنک د پله پر امنیتي پوسته شوی دی چې له امله یې د پوليسو پوسته تخریب شوې او دوه موټر هم ویجاړ شوي دي .

وسله والو طالبانو د کندهار د نننۍ برید مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په یو استول شوي پیغام کي ويلي چي ۱۵ امنیتي سرتیرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

د رواني اونۍ له پيل راهیسې په کندهار کي د لوی اختر د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او ښار ته په غځیدلو لارو وسایط او شکمن کسان پلټل کیږي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG