د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیسو او معترضینو نښته کې ۲۵ تنه ټپیان شوي


په خوست کې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ نښته کې ۲۵ کسان ټپيان شوي چې د خوست ښار مختلفو روغتونونو ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

دغه لاريون نن سهار شاوخوا لس بجې د اسمعايل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حسن زيو په سيمه کې د صنعتي پارک پر ځمکه د جوړو شويو کورونو د نړولو په غبرګون کې وشو.

د خوست امنيه قوماندان سمونمل اخترمحمد نوروزي امريکاغږ ته وويل چې د ياد شوي لاريون پرمهال د تاوتريخوالي پرمهال ۱۰ پوليس ټپيان شوي، چې د يو شمېر کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.

که څه هم قوماندان اخترمحمد نورزی په دغه تاوتريخوالي کې د لاريون کوونکو ټپي کيدل نه مني خو د لاريون ګډونوال وايي چې ۱۵ لاريون کوونکي هم ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار امريکاغږ ته وويل چې د لاريون له ځايه روغتون ته ۱۲ ټپيان ور وړل شوي چې ۸ ملکيان او ۴ پوليس دي.

عيني شاهدان وايي چې مظاهره کوونکو او پوليسو پر يو او بل د کوتو پر ګوزارونو سربېره دواړو غاړو ډزې هم کړي او يو شمېر کسان له همدې کبله ټپيان شوي دي.

حکومت د صنعتي پارک لپاره ياده بېله شوې ځمکه دولتي بولي او دغلته د جوړو شويو کورونو د نړولو خبر يې ورکړی، خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د دې ځمکې د ملکيت په اړه د محکمې حکم ته انتظار کاږي.

د حکومتي چارواکو په وينا په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې مجموعاً ۱۴۹۰۰ جريبه دولتي موجوده ده، چې ۴۰۰ جريبه يې د صنعتي پارک لپاره ځانګړې شوې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG