د لاس رسي وړ اتصالات

په خيبر پښتونخوا کې په تېرو دوو ورځو کې لږترلږه ۲۳ پوليس او پوځيان وژل شوي


د پاکستان خیبرپئښتونخوا ایالت کې د اکتوبر په ۲۵ او ۲۶ نیټه پاکستاني امنیتي ځواکونو ته دا تلفات ددغه ایالت په مختلفو سیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښتو کې رسیدلي دي.
د پاکستان خیبرپئښتونخوا ایالت کې د اکتوبر په ۲۵ او ۲۶ نیټه پاکستاني امنیتي ځواکونو ته دا تلفات ددغه ایالت په مختلفو سیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښتو کې رسیدلي دي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د اکتوبر پر ۲۵ او ۲۶ (لړم څلور او پنځه) په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۳ پوليس او پوځيان وژل شوي دي.

د پوليسو او امنيتي چارواکو په وينا، د اکتوبر پر ۲۶ (لړم ۵) ماښام مهال د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ بنو کې ناپېژندليو وسله والو د پوليسو يو افسر فرمان الله وواژه او وروسته وتښتېدل.

تر دې پېښې وړاندې، پر همدغه ورځ سهار مهال د شمالي وزيرستان د ميرلي په عيدک سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې د څلورو پوليسو او يو پوځي په ګډون اووه کسان ووژل شول. بلخوا په دغه بريد کې درې عسکر ژوبل هم شول. د دغه بريد مسوليت د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې منلی دی.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اکتوبر پر ۲۵ (لړم ۴) وسله والو د پاکستان پوځ يو افسر عارف الله د خيبر پښتونخوا د جنوبي ولسوالۍ لکي مروت د نورنګ بازار په یو جومات کې دننه په ډزو وواژه چې ورسره دوه نور لمونځ کوونکي هم ژوبل شول.

بلخوا پر همدغه ورځ په بنو کې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د پوليسو د تاڼېدار سید رحمان پر موټر برید وکړ چې پکې نوموړی او یو بل پوليس ووژل شول او په موټر کې ناست درېیم پولیس ژوبل شو.

پر دې سربېره پر دغه ورځ په وسله والو بريدونو کې د خيبر پښتونخوا په ټانک ولسولۍ کې يو پوليس، په جنوبي وزيرستان کې د سرحدي ځواک يو سرتېری او په خيبر کې دوه پوځيان ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ساعته مخکې، د اکتوبر پر ۲۴ شپې مهال د بنو په بکاخېلو کې پر تاڼه د وسلوالو په برید کې یو پولیس ژوبل شو.

همداشان د اکتوبر پر ۲۴ ماخوستن مهال وسله والو د خيبر پښتونخوا د جنوبي ولسوالۍ ډېره اسماعيل خان په درازنده سيمه کې د ملېشه يا سرحدي ځواک پر امنیتي پوستې بريد وکړ چې ۱۰ سرتېري يې ووژل او درې نور يې ژوبل کړل. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې د دغه برید مسوليت منلی دی.

په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو او ورسره د دغه ايالت په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

دا چې هلته د ناامنيو په پېښو کې د زياتوالي مهم لامل څه دی؟ د سياسي او امنيتي چارو پوه فخر کاکاخېل وايي چې د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ د خيبر پښتونخوا ايالت له قبايلي ولسواليو سره شريکه پوله لري نو ځکه په جغرافيايي توګه "زيان پذيره" دي.

نوموړی زياتوي: "پر دې سربېره هلته زیربناوی او ادارې کمزورې دي او پوليس پرمختللي وسايل او سالمه روزنه نه لري نو ځکه زياتره وخت پوليس د وسله والو تر بريدونو لاندې راځي."

د کاکاخېل په وينا، بل خوا پاکستاني وسله وال طالبان (تحريک طالبان پاکستان) په ډېرو حوالو تر پخوا قوي او منظم شوي دي چې مخنيوی او کنټرول يې په اسانه نه شي کېدلای.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر او د امنيتي چارو پوه اختر علي شاه بيا وايي تر څو چې امنيتي ځواکونو استخباراتي او جنګي توان نه وي پيدا کړی، تر هغو د وسله والو بريدونه نه شي کمېدلای.

نوموړی زياتوي: "زموږ امنيتي ځواکونه ماته په دفاعي حالت کې ښکاري. دوی په تهاجمي يا د يرغل کولو په حالت کې نه دي او هدف په دوی پسې راځي. دوی په مورچو کې ناست وي، په قلعه ګانو کې ناست وي او په امنيتي پوستو کې ناست وي، نو دا د وسله والو لپاره يو ډېر اسانه هدف دی."

اخترعلي شاه وايي، امنيتي ځواکونه بايد د دفاعي حالت تر څنګ تهاجمي عمليات هم وکړي او د هغه په وينا دا کار هغه وخت کېدای شي چې هغوی د هدف (وسلوالو) په اړه خبرتيا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې د پاکستان پوځ ويلي وو چې ملي اردو او قانون پلي کوونکې ادارې د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.

د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پنځمه (وږي ۱۵) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال يې ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د اګست په مياشت کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول ۴،۰۲۱ عملیات کړي دي چې پر مهال یې ۹۰ وسله وال وژلي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲ د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملیاتو اعلان هم وکړ. پوځ او حکومت دعوه کوي چې د ناامنۍ ختمولو لپاره دا عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې سياسي ګوندونو او عام ولس د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه کړي او ويلي یې دي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.

د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره پراخ احتجاجونه، جرګې او لاريونونه کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG