په پاکستان کې امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم پنځم) وویل د خیبر پښتونخوا په میرعلي ښار کې پر یوې امنیتي پوستې باندې ځانمرګی برید شوی چې د امنیتي منسوبینو په ګډون اته کسان په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
یو سیمهییز پولیس چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګي بریدګر د یوې ریکشې په وروستۍ برخه کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي و او د تلاشۍ پوستې ته په رسېدو یې ورته چاودنه ورکړه.
هغه وویل چې په دغه برید کې څلور پولیس، دوه د دولت اړوند نیمه پوځي منسوبین او دوه غیرنظامیان وژل شوي دي.
د هغه په وینا په دغه برید کې پنځه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي چې د دریو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
یو حکومتي چارواکي چې په راپور کې یې د نوم له خیستلو څخه ډډه کوله په دغه برید کې یې اوښتې مرګژوبله تائيد کړې ده.
د ''اسود الحرب'' په نوم یوې ډلې د دغه برید مسولیت منلی دی.
تېره ورځ هم پاکستاني چارواکو د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د تلاشۍ پر یوې پوستې باندې برید کې د ۱۰ تنه پولیسو وژل کېدل تائيد کړي و. د پاکستان طالبانو (ټي ټي پي) د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ عیسوي کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي. په دغو بریدونو کې تر ډېره د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي او پاکستاني طالبانو یې مسولیت منلی دی.
د پاکستان د جګړې او امنیت انستیتوت د معلوماتو په اساس له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دغه هېواد کې تېر کال تر ټولو زیات ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۳۲۹ کسان وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه