د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني دوه افغان وروڼه د خپلې خور د قتل په تور محاکمه کوي 


دا دوه افغان وروڼه تورن دي چې خپله خور یې وژلې ده
دا دوه افغان وروڼه تورن دي چې خپله خور یې وژلې ده

په جرمني کې چارواکي وايي نن چهارشنبه مارچ دویمه (سلواغه ۱۳) د هغو دوو تورنو افغان وروڼو محکمه پيل شوه چې خپله خور یې د «غیرت او ننګ» په نوم وژلې ده.

یو چارواکي وویل چې دا دوه وروڼه تورن دي چې خپله خور یې له دې کبله وژلې چې ګنې د افغانستان فرهنګ ته یې شاه کړې وه او د لویدیځ فرهنګ یې خپل کړی و.

د جرمني د قوانینو په اساس، د تورنو کسانو بشپړ هویت نه څرګندېږي، د دغو دوو افغان وروڼو نومونه «سید ح» ښودل شوي دي.

د برلین څارنوالي وايي چې دا وروڼه ۲۳ او ۲۷ کلن دي‌ او تورن دي چې خپله ۳۷ کلنه خور یې په کور کې زندۍ کړې او وژلې ده.

چارواکي وایي دوی له څو کلونو راهېسې په جرمني کې ژوند کوي او مقتولې دوه اولادونه هم لرل. د چارواکو په وینا د دغو وروڼو خور په ۱۶ کلنۍ کې واده شوې وه او بیا یې له خپل مېړه څخه طلاق اخیستی و.

څارنوالان وايي چې وروڼو د خپلې خور جسد په یو بکس کې په اورګاډي کې د «باواریا» ایالت ته انتقال کړی او بیا یې د یو ورور کور ته نژدې خښ کړی و. تورن وروڼه د اګست له میاشتې راهېسې توقیف شوي او که مجرم ثابت شول، د ټول عمر سزا به ورکړل شي.

په جرمني کې د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو کډوال مېشت دي، دې هېواد د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ څه باندې یو میلیون کډوالو ته پناه ورکړه، په دوی کې یې اکثریت د سوریې دي خو زرګونه افغانان هم په کې شته.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د «جنسیتي برابرۍ» د درجه بندي‌ په اساس،‌ سوریه او افغانستان د کورني تاوتریخوالي او له ښځو سره د تشدد له پلوه د هېوادونو د لست په سر کې ځای لري.

په جرمني کې د «ښځو ټاټوبي» په نامه د ښځو د حقونو یوې مدافع ټولنې د دغې افغانې د وژل کېدو قضیې ته په کتو، د بشري ټولنو څخه د ډېرو مرستې غوښتنه کړې ده او په ټولنې کې د کډوالو په ادغامولو او ګډولو یې ټېنګار کړی دی. دې ټولنې همدغه راز د فرهنګي تشو د ډکولو غوښتنه هم کړې ده.

وايي چې په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان په جرمني د «ننګ او غیرت» په نامه خشونت سره مخامخ شوي دي او قرباني شوي دي.

XS
SM
MD
LG