د لاس رسي وړ اتصالات

سروې:کابو ټول افغانان رنځ او عذاب سره مخ دي


مرستو ته کتار ولاړ افغانان
مرستو ته کتار ولاړ افغانان

یوه نوې سروې څرګندوي چې ۹۴ سلنه افغانان خپل ژوند داسې کمزوری حسابوي چې د رنځ او عذاب سره مخ دي.

دا سروې چې د ګالوپ له خوا شوې، بیانوي چې د افغانستان وضعیت نه یوازې په هغه هیواد کې لوړ ریکارډ دی بلکې د ۲۰۰۵ کال راهیسې د بل هر هیواد لپاره د ګالوپ له خوا په ترسره شویو سروې ګانو کې لوړ رقم دی.

سروې وایي تقریبا ټول نارینه او میرمنې، خو میرمنې په ډیر احتمال سره نسبتا په لوړ رقم په افغانستان کې له رنځ او عذاب سره مخ دي. ۹۶ سلنه میرمنې او ۹۲ سلنه نارینه له مشکلاتو سره مخ ښودل شوي دي.

دا د ۲۰۱۹ کال سطحې ته ورته حالت دی خو د نارینه وو او میرمنو ترمنځ ستر تفاوت شته. په تیر کال کې د ۶۹ سلنه نارینه وو په مقایسه، ۸۲ سلنه میرمنې د خوړو د برابریدو په برخه کې مشکلاتو سره مخ شوي دي.

په سروې کې ویل شوي چې له څلورو څخه درې افغانان یا ۷۵ سلنه کسان نشي کولی د خپلو کورنیو خواړه برابر کړي.

سروې څرګندوني د هغو کسانو له ډلې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، ۹۶ سلنه میرمنې او ۹۲ سلنه نارینه وو خپل ژوند داسې ارزولی چې د عذاب ښکارندويي کوي. دا لومړی ځل دی چې میرمنې د نارینه وو په پرتله د رنځ په کټګوري کې په لوړ ځای کې راغلي‌ دي.

د ناتواني دا کچه د ۲۰۱۹ کال د وضعیت په شان ده، د میرمنو او نارینه وو ترمنځ تفاوت شته. تیر کال ۸۲ سلنه میرمنې او ۶۹ سلنه نارینه وو د خوړو د برابریدو په برخه کې مشکلاتو سره مخ وو.

سروې همدارنګه وایي په هر لسو کې شپږ تنه افغانان نشي کولی خپلو کورنیو ته مناسبه سرپناه برابر کړي. دا نوی لوړ رقم ندی، وضعیت په ۲۰۰۸ کال کې همداسې وو. خو میرمنې ۶۲ سلنه د نارینه وو ۵۵ سلنه په پرتله په غیر متناسب ډول د سرپناه د برابریدو په برخه کې مشکلاتو سره مخ دي.

سروې همدارنګه څرګندوني چې میرمنې او نارینه واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له میرمنو سره د چلند د خرابیدو شاهدان دي. د هغو افغانانو شمیر چې وایي له میرمنو سره یې په هیواد کې په درناوي او عزت چلند کیږي خپل ټیټ رقم یعني ۳۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.

خو په دې اړه د نارینه وو او میرمنو ترمنځ د نظر تفاوت موجود دی. یوازې ۲۶ سلنه میرمنې او ۳۷ سلنه نارینه احساس کوي چې میرمنو ته په افغانستان کې په عزت او درناوي سره کتل کیږي.

په افغانستان کې د ګالوپ د سروې ګانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې اکثریت نارینه ( ۶۰٪) احساس نه کوي چې له میرمنېو سره په احترام او عزت چلند کیږي.

له دې مخکې اکثریت نارینه وو احساس کاوه چې له میرمنو سره په درناوي برخورد کیږي.

اکثریت افغانان غواړي چې خپل هیواد پریږدي

سروې د لومړي ځل لپاره څرګندوي چې اګثریت افغانان (۵۳٪) وایي که وکړای شي غواړي خپل هیواد په دایمي ډول پریږدي. سروې بیانوي اکثریت دغه کسان غواړي ترکیې، او بیا ورپسې جرمني، کاناډا او امریکا ته ولاړ شي.

سروې وایي ۵۶ سلنه نارینه او ۵۰ سلنه میرمنې غواړي چې په دایمي ډول خپل هیواد پریږدي.

له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د امریکا د تائید د کچې ټیټیدل

له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو مخکې لږ شمیر افغانانو د یاد هیواد د رهبري تائید کاوه، د هغې نظر سنجۍ له مخې چې په ۲۰۱۹ کال کې شوې وه ۱۴ سلنه خلک د امریکا له رهبری سره موافق او ۱۷ سلنه مخالفت وو . خو اوس له امریکا سره د مخالفت کچه ۸۴ سلنې ته رسیدلې ده.

سروې وایي افغانان اوس امریکا ته د روسیې په سترګه ګوري، یوازې ( ۱۳ ٪) د روسیې تائید کوي، خو ۷۶ سلنه افغانان د روسیې د رهبري تائید کوي .

سروې همدارنګه وایي چې د جرمني او چین د رهبري په اړه نسبتا ډیر مثبت نظریات شته خو لږ شمیر کسان بهرنۍ رهبري تائیدوي.

XS
SM
MD
LG