د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې په پوځي مرکز د برید له امله 'دوه جنرالان له دندو' شړل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، په کابل کې د لومړۍ لوا د ۱۱۱ فرقې پر دویم کنډک باندې د برید له کبله یې د پوځ دوه جنرالان او پنځه افسران له دندو شړلي او لويې څارنوالۍ ته پېژندلي دي.

د وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل"د لومړۍ لوا د ۱۱۱ فرقې قوماندان بریدجنرال عبدالستار خټګر، د لومړۍ لوا د ۱۱۱ فرقې د ارکانو رئیس بریدجنرال غیور، د لومړۍ لوا د دویم کنډک د ارکانو رئيس جګړن قدرت‌الله، د لومړۍ لوا د دویم کنډک د اوپراسیون آمر جګړن حیات‌الدین، د لومړۍ لوا د دویم کنډک د استخباراتو آمر، د لومړۍ لوا د دویم کنډک د استخباراتو ضد آمر دویم بریدمن محمد شریف او د لومړۍ لوا د لومړي کنډک د ټولي قوماندان تورن عبدالاحد له دندو څخه ګوښه شوي دي".

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي د ملي اردو دغه ګوښه شوي افسران د تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي.

د دلوې میاشتې په نهمه نیټه د داعش ډلې پنځو وسله‌والو د لومړۍ لوا د ۱۱۱ فرقې پر دویم کنډک برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د افغان پوځ ۱۱ منسوبین ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول. د داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت منلی و.

جنرال رادمنش زیاته کړه، د افغانستان دفاغ وزارت، د ۱۱۱ فرقې څلورو منسوبینو ته، چې د یاد برید پر مهال یې له ځان څخه وړتیا ښودلې وه، د یوې میاشتې بخششي تنخواه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG