د لاس رسي وړ اتصالات

د اتلانتیک سمندر کې یوه کښتۍ چپه شوې او ۵۰ کډوال ورک شوي


په هسپانیا کې مطبوعاتو ویلي چې د کډوالو یوه کښتۍ د اتلانتیک په سمندر کې چپه شوې چې له کبله یې ۵۰ کډوال په اوبو کې تري تم شوي او چارواکو لږ تر لږه نهه تنه یې ژغورلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا کښتۍ د هسپانیا په جنوب کې د کنري ټاپو څخه تقریباً ۶۰ میله لري په سمندر کې په بل مخ اوښتې ده.

د هسپانیا د سمندري ژغورنې ملي خدماتو ادارې ویلي چې د پیښې ځای ته یې وروسته تر هغې هیلوکوپټرې د خلکو د ژغورلو لپاره واستولې چې یوې سوداګریزي کښتۍ دوی ته د کډوالو د کښتۍ چپه کیدو په هکله خبر ورکړ.

دې ادارې ویلي چې نهو ژغورل شویو کسانو د چپه شوې کښتۍ پورې ځانونه نښلولي و چې هیلوکوپترو ژغورلي دي. د هسپانیا دولتي خبري اژانس په هوایي ډګر کې د ژغورل شویو کډوالو له خولې ویلي چې په کښتۍ کې ۶۰ تنه سپاره و او تقریباً نهه ورځې یې په سمندر کې تیرې کړیدي.

ژغورل شویو کډوالو ویلي چې کښتۍ یې د لرګیو جوړه وه او د شنبې په ورځ په سمندر کې دننه د ستونزو سره مخامخ شوه. د هسپانیا چارواکو نه دي ویلي چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو او د ساحلي ګارډ د پولیسو څانګې هم تر اوسه په دې هکله تبصره نده کړې.

د هسپانیا دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې ژغورل شوي ټول کډوال د افریقا د لویې وچې هیوادونو اتباع دي خو دا یې نه دي ویلي چې هغوي د کښتۍ دا خطرناک سفر له کوم هیواد څخه پيل کړی.

د لویدیځې افریقا د هیوادونو څخه لسګونه زره خلک د بې وزلۍ، جګړو او بې ثباتۍ له کبله هر کال کوښښ کوي چې په همدې خطرناکو لارو ځانونه هسپانیا ته ورسوي.

اکثریت دا کسان په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیر نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هیوادونو څخه د هسپانیې په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیا خاورې ته داخلیږي. پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مري.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې لومړۍ نیټې څخه د روانې اپریل میاشتې تر ۱۵ مې پورې ۱۶۶۲۱ کډوال په کښتیو کې دې هیواد ته ورغلي دي په داسې حال کې چې تیر کال ۱۱۶۸۱ کډوال دې هیواد ته په کښتیو کې ورغلي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG