د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې د قطري شاهي کورنۍ د ښکاریانو دوه پاکستاني ساتونکي وژل شوي


یو نایاب مرغه
یو نایاب مرغه

پاکستاني مقامات وایي، دوه پاکستاني نیمه پوځي سرتیري د چارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۵) د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې هغه مهال ووژل شول چې د ښکار پر وخت یې د قطر د شاهي کورنۍ د غړو ساتنه کوله.

د خلیج هیوادونو د اشرافو د کورنیو غړي چې د ښکار مینه وال دي په هر ژمي کې د پاکستان بلوچستان ایالت ته سفر کوي، چې د بازانو څخه په استفادې د «هوبارا» په نامه نایاب مرغان ونیسي.

دوو بلوچستاني چارواکو وویل چې یو کاروان چې د قطري شاهي کورنۍ غړي پکې شامل وو ددې ایالت د تربت ښار بهر د ایران له پولې څخه ۱۱۰ کیلومتره لیرې سفر کاوه چې چاودنه وشوه.

د سیمه ییزې ادارې یو لوړپوړي مقام عبدالحمید وویل، "په برید کې [بهرنیو] مسافرو ته مرګ ژوبله نده اوښتې."

هغه فرانس پرس اژانس ته وویل، "په چاودنه کې د فرنټیرکور دوه نیمه پوځي عسکر ووژل شول،" او زیاته یې کړه چې څلور نور پوځیان ټپیان شوي دي.

یو بل سیمه ییز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د برید جزییات تایید کړل او وویل چې له چاودنې وروسته د شاهي کورنۍ د غړو "امنیت پیاوړی" شوی دی.

هیڅ کوم مقام دا ندي ویلي چې د قطر د شاهي کورنۍ کوم غړي چې شمېر یې زرګونو ته رسیږي، د ښکار په دې ډله کې شامل وو.

دا هم څرګنده نه ده چې آیا قطریان په ځانګړي ډول په نښه شوي او که نه. خو بلوچستان د بیلتون غوښتونکو وسله والو ډلو کوربه دی چې په منظمه توګه پاکستاني امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

د وحشي ژویو د حقونو ډلې له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان نیوکه کوي چې شتمنو عربانو ته یې د نایابه مرغانو د ښکار کولو اجازه ورکړې چې په هر ژمي کې له منځنۍ اسیا څخه په زرګونو کډوال مرغان دغې سیمې ته ورځي.

د چاپیریال ساتنې نړیواله ټولنه د هوبارا په نامه مرغان د ورکېدو له خطر سره مخ ډولونو له ډلې څخه بولي.

په عربي نړۍ کې، ددغو مرغانو غوښه ډیره قوي او د جنسي غریزې هڅونکې ګڼل کیږي او د پاکستان لیوالتیا چې دغه ډول ښکار ته اجازه ورکوي، اکثرا د "نرمې ډپلوماسۍ" په توګه ګڼل کیږي، چې د خلیج شتمن هیوادونه پرې په نښه کوي.

له بلې خوا دوه کاله وړاندې د لیندۍ په میاشت کې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس، راپور ورکړی و چې له بهرنیو ښکاریانو سره د ۴۲ میلیون ډالرو قراردادونه لاسلیک شوي چې په اساس به یې ښکاریانو ته په افغانستان کې د ځينو مارغانو د ښکار اجازه ورکول کېږي.

راپور وايي د قراردادونو په اساس بهرني ښکاریان د کال په مشخصو فصلونو کې کولای شي چې په افغانستان کې "سایبریا کډوال مارغان" ښکار کړي. په راپور کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو مقام له خولې لیکل شوي دي: "افغانستان د یو توریستي هېواد په توګه هر کال ډېر ګرځندویان جلبوي چي اکثریت یې د مارغانو له ښکار سره علاقه لري چې په هرات، فراه، نیمروز او هلمند کې د «هوبره» مارغانو ښکار یې یوه برخه ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG