د اسرائيل پوځ وايي د چهارشبنې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم۲۳) له لبنان سره سرحد ته نژدې د حزب الله په ضد په ځمکنیو عملیاتو کې یې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
دا له حزب الله سره په جګړې کې د اسرائیل د پوځ لپاره یوه خونړۍ ورځ بلل کېږي. د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه شپږ «سرتېري یې د لبنان په جنوب کې په جکړې کې» وژل شوي دي.
اسرائيل د روان کال د سپتمبر په ۳۰مه نېټه لبنان ته ځمکني ځواکونه واستول او تر دې دمه یې په دغې جګړې کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۷ ته ورسېده.
دا سرتېري داسې مهال وژل کېږي چې د اسرائيل د دفاع نوي وزیر اسرائيل کاټز وویل چې د حزب الله په ضد به جګړه نه کمېږي. د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په خپل ایکس کې د هغې لوا د سمبول تصویر، چې د زیتون ونه ده، خپور کړی، چې دا سرتېري یې غړي وو.
د سپتمبر له ۲۳مې نېټې راهېسې اسرائيل د بیروت په جنوب، د لبنان په ختیځ او جنوب کې د حزب الله په ضد عملیات پیل کړي، خو د سپتمبر په ۳۰مه نېټه یې پلي ځواکونه لبنان ته واستول.
د اسرائيل او حزب الله ترمنځ دا جګړه د تېرکال د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل باندې د حماس له بریدونو وروسته پیل شوې. د حماس ډلې د حماس په حمایت په اسرائیل باندې د توغندیو بریدونه کول.
د چهارشنبې په ورځ د اسرائيل پوځ د لبنان په جنوب کې د عرمون په ګڼ مېشتې سیمې باندې برید وکړ. د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي دي. د لبنان دولتي رسنۍ وايي په ۲۴ ساعتونو کې اسرائيل په حزب الله باندې درې ځلې هوايي بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې د اسرائيل پوځ وایي پنځه هغه توغندي یې خنثی کړي، چې د حزب الله ډلې له لبنان څخه په اسرائيل توغولي وو.
په لبنان کې چارواکي وايي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتمې نېټې راهېسې، چې د حزب الله او اسرائيل ترمنځ په یو بل باندې بریدونه او ډزې پیل شوې، په لبنان کې ۳۳۶۰ تنه وژل شوي دي.
له لبنان څخه په اسرائيل باندې د توغندیو په برید کې د سه شنبې په ورځ دوه نور کسان ووژل شول او په دې سره یې له لبنان څخه په اسرائيل باندې د توغندیو په بریدونو کې ۴۵ ولسي خلک وژل شوي دي.
تېرکال په اسرائیل باندې د حماس په بریدونو کې د مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول.
په غزې کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي د اسرائيل په بریدونو کې تر دې دمه څه کم ۴۴۰۰۰ زره کسان وژل شوي دي.
دغه وزارت نه وايي چې په دوی کې څومره ولسي خلک او څومره یې نظامیان دي، خو وايي چې تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي.
فورم \ دبحث خونه