د لاس رسي وړ اتصالات

د ویټنام پولیسو په بریټانیا کې د ۳۹ کسانو د وژل کیدو په تور دوه تنه ونیول


یو شمیر کورنۍ د خپلو عزیزانو د لادرکه کیدو په ویر کې دي
یو شمیر کورنۍ د خپلو عزیزانو د لادرکه کیدو په ویر کې دي

ویټنامي چارواکي وايي نن جمعه ( د نوامبر ۱ ) د هغو ۳۹ کسانو د وژل کیدو په تړاو یې دوه تنه ونیول چې مړي یې تیره اوونۍ په بریټانیا کې وموندل شول.

دغه چارواکي زیاتوي چې په همدې قضیه کې یې د لاس لرلو په تور له یو شمیر نورو کسانو څخه هم پوښتنې پیل کړي دي.

د ویتنام د پولیسو په یوې بیانیه کې راغلي ، وروسته له هغه چې لسو ویتنامي کورنیو د خپلو عزیزانو د لادرکه کیدو راپور ورکړ او داسې اندیښنې یې درلودلې چې دا کسان ممکن د ۳۹ قربانیانو په منځ کې وي، دوی د انسانانو د قاچاق په اړه څیړنې پیل کړي دي.

پولیس وايي پر دې پيښې سربیره به په تیرو پنځو کلونو کې د ورته پيښو په اړه څیړنې وکړي.

پولیسو د هغه هیواد دولتي ټلویزیون ته ویلي چې دوه شکمن کسان تورن پيژندل شوي او بهر ته د ویتنامي وګړو د پلان شوي قاچاق د تحقیقاتو په لړ کې بندیان شوي دي.

د ویتنام لومړي وزیر د اکټوبر په ۲۶ نیټه وروسته له هغه د انساني چاقان په اړه د څیړنو امر وکړ چې د بریټانیا پولیسو په یوې لارۍ موټر کې د یو شمیر کسانو د مړو د موندلو خبر ورکړ چې اکثریت د آسیا د جنوب ختیځو هیوادونو وګړي وو.

XS
SM
MD
LG