د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې دوه امریکايي او یو افغان سرتېري وژل شوي


په ننګرهار ولایت کې د افغان سرتېرو ډزو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت نن یکشنبه فبروري ۹مه (سلواغې۲۰مه) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلي لګیت په دغه داخلي برید کې افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د پېښې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل بیا امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې درې افغان کمانډو هم ټپیان شوي دي.

میاخېل وویل چې افغان او نړیوال ځواکونه تېره ورځ شېرزادو ولسوالۍ ته تللي و چې وروسته ورباندې ډزې شوي دي چې پر مهال یې درې افغان کمانډو او یو شمېر بهرني سرتېري ټپیان شوي دي.

والي زیاته کړه چې وروسته د افغان ملي اردو یو سرتېری هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

هغه وویل: "دا معلومه نه ده چې دا نفوذي و، اشتباه وه، یا کومه بله پېښه وه، اوس پلاوی هلته دی او څېړنې کوي، دا د قواو ترمنځ جګړه نه وه یوه پېښه وه."

د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه برید کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت نه ده روښانه کړې چې دغه برید د چا لخوا شوی دی، خو دومره یې ویلي چې د یادې پېښې د څېړلو لپاره ننګرهار ولایت ته یو پلاوی استول شوی دی.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: "دغه څېر بریدونه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او امریکايي پوځیانو د نژدې همکاریو پر روحیې منفي اغېز ونه لري،او دغه ځواکونه به په ګډه سره د تروریستانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي."

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر هم وايي په شېرزادو کې د ملي اردو په یو مرکز کې د افغان کمانډو یوه سرتېري چې د نوموړي په وینا نفوذي کس و ډزې کړي دي.

هغه زیاته کړه: "پنځه باندې اته بجې کمانډو او امریکايي ځواکونه شېرزادو ته د عملیاتو لپاره ورغلي هلته یې د ملي اردو مرکز کې دننه د کمانډو یو عسکر چې نفوذي کس دی په کمانډو ځواکونو یې پیکا چلولې او ډزې یې کړي."

د جلال په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې د پېښې په ځای کې ټوله شپه هلیکوپټرې ګرځېدلې.

طالبانو هم تر دا مهاله د دغه برید په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG