د لاس رسي وړ اتصالات

تایسن: سیالي مې وګټله، خو مساوي نتیجه منم 


د نړۍ د سوک وهنې د درانده وزن پخوانی اتل مایک تایسن چې "فولادي سړی" او "د نړۍ پرمخ تر ټولو بد سړی" هم بلل شوی، تیره شپه له ۱۵ کالو وروسته یو ځل بیا د سوک وهنې میدان ته ننوت.

هغه په یوه نمایشي سیالۍ کې خو په متفاوتو مقرراتو سره د سوک وهنې د پخواني اتل ۵۱ کلن رای جونز پر وړاندې سیالي وکړه.

دغو دواړو لوبغاړو په اتو دوه دقیقه یي رونډونو کې سره لوبه وکړه خو ویې نشو کړای چې یو بل ته ماتې ورکړي.

۵۴ کلن مایک تایسن د سیالۍ وروسته وویل چې هغه پدغه لوبه کې بریالی شوی دی، خو د مساوي نتیجې نه هم ناراضي ندی.

هغه زیاته کړه، پدې خاطر چې په فني ضربه مغلوب نشو خوشحاله دی، خو په راتلونکې سیالۍ کې به ښه وځلیږي: "دغه (بشردوستانه) مبارزه د اتلولۍ له مسابقې ښه ده؛ هغه سیالي چې په کې خیریه موسسو ته پیسې ټولېږي. مونږ اوس بشري فعالین یو. مونږ کولای شو نړۍ ته ښه کارونه وکړو. مونږ باید زیاتې سیالۍ وکړو."

رای جونز له سیالۍ وروسته وویل چې تایسن له هغه نه زیات تکړه و چې هغه فکر کاوه، سوکان یې وهل او هغه یې په هر سوک درد احساساوه.

جونز په خپل ورزشي ژوند کې ۷۵ سیالۍ کړې دي ۶۶ یې ګټلي دي چې له ډلې نه یې ۴۷ سیالۍ په فني ضربه ګټلي دي. هغه نهه سیالۍ بایلودلي دي.

مایک تایسن بیا ۵۸ رسمي مسابقې کړي او۵۰ یې ګټلي دي چې له ډلې یې ۴۴ په فني ضربه ګټلي دي. هغه په شپږ سیالیو کې ناکام شوی دی او دوه نورې سیالۍ یې بې نتیجې پاته شوی دي.

XS
SM
MD
LG