د لاس رسي وړ اتصالات

ریاض باید د سعودي د بېدرکه شوي شهزاده سرنوښت څرگند کړي – ملگري ملتونه


شهزاده نواف طلال رشید
شهزاده نواف طلال رشید

ملگرو ملتونو د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۹) پر سعودي عربستان غږ وکړ چې د بشري حقونو د بندي شویو فعالانو په ځانگړې توگه د ښځیه فعالانو د سرنوښت په اړه دې معلومات ورکړي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون ویاندې لیز تروسیل وویل چې په تیره یوه میاشت کې په سعودي عربستان کې د ښځو د بشري حقونو شاوخوا لس تنه پیژندل شوي فعالین نیول شوي چې اکثرو یې د کلونو راهیسې د اصلاحاتو غوښتنه کول.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون ویاندې میرمن تروسل په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې سعودي مقامات باید د نیول شویو کسانو په هکله معلومات وړاندې کړي. هغې همداشان وویل چې شهزاده نواف طلال رشید د می د میاشتې په ١٢ له کویټ نه سعودي عربستان ته لیږل شوی او له هماغه وخت راهیسې یې پته نده څرگنده.

میرمن تروسل وویل چې که سعودي عربستان ښاغلی رشید نیولی باید څرگنده کړي چې د کومو تورونو په بنسټ یې توقیف کړی دی.

دغه فعالانې په داسې حال کې توقیف شوي چې په ښځو باندې د موټر چلولو بندیز لېرې شوی دی. دا کار د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د اصلاحاتو د پروگرام یوه برخه ده. خو د رویترز اژانس په وینا د ښځو د حقونو د فعالانو په وړاندې دغه سخت برخورد د شهزاده سلمان د اصلاحاتو په هکله شکونه پیدا کړي دي.

په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وایي د سعودي عربستان حکومت باید دا تضمین کړي چې د بشري حقونو د توقیف شویو فعالینو دوسیې سمې څیړل کیږي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویانده وایي "مونږ د سعودي عربستان له مقاماتو غواړو چې د دوی پته څرگنده کړي او ډاډ ورکړي چې له هغوی سره سم برخورد کیږي او د هغوی نیول یواځې د بشري حقونو او د ښځو د حقوقو پورې مربوط وي نو دوی باید سمدستي خوشې کړای شي".

میرم تروسیل همداشان ویلي چې دغه فعالین د قانوني وکیل حق لري چې پر هغوی باندې د لگول شویو تورونو په اړه خبر شي، دوی باید د کورینو سره تماس ولري او په یو معینه موده کې باید هغوی د یوې ناپیلې محکمې له خوا محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG