د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد پر افغان سولې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې


د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ښاغلي خلیلزاد او ورسره هیت لیدنه
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ښاغلي خلیلزاد او ورسره هیت لیدنه

پاکستاني چارواکو د افغانستان د بیاپخلاینې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به د افغانستان د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد، نن د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ٩) له کابل نه پاکستان ته لاړ.

اسلام اباد ته له رسیدو وروسته ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د هغه هیواد بهرنیو چارو سکرترې تهمینه جنجوعه سره لیدلي او د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول په هکله یې ورسره خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد سیمې ته د خپل لس ورځني سفر په پیل کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په کابل کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو او یو شمیر افغان شخصیتونو سره ولیدل.

د رپوټونو له مخې په اسلام آباد کې د ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې شاه محمود قریشي امریکایي استازي ته ډاډ ورکړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره د هر ډول مرستې نه دریغ ونه کړي.

ښاغلي قریشي ویلي چې "پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د امریکا هڅو ته درناوی لري او په دې باور دی چې افغان کشاله یوازې د سیاسي لارې هواریدلی شي".

داسې باور دی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان همکاري خورا اړینه ده. افغانستان او متحده ایالاتو په وار وار ادعا کړې چې د پاکستان پوځيان په ځانگړې توگه ددې هیواد پوځي استخباراتي اداره آی اس آی د طالبانو سره نژدې اړیکې لري او هغوی ته یې په خپل هیواد کې امن ځایونه برابر کړي دي. دغه ادعا د اسلام آباد له لورې تل رد شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانگړي استازي په توگه د ښاغلي خلیلزاد ټاکنه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې هڅه گڼل کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تمه لري چې افغاني الاصله امریکایي زلمی خلیلزاد به وکړای شي چې طالب مشران د سولې خبرو ته وهڅوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد به سیمې ته د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفرونه وکړي.

ښاغلی خلیلزاد پداسې حال کې سیمې ته سفر کړی چې طالبانو د افغانستان پارلماني انتخابات "په بشپړه توگهً جعلی" گڼلي او گواښ یې کړی چې جنگیالي به یې پر افغان امنیتي مقاماتو چې د انتخاباتو په امنیت بوخت دي بریدونه وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخلیوال هم په خپل ټویټر لیکلي چې د ښاغلي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره یې د افغانستان د سولې د پروسې په جزییاتو خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG