افغانستان ته د بریتانیې سفیره وایي چې هیواد یې په افغانستان کې د دقیقې او بشپړې ارزونې نه وروسته به پریکړه وکړي چې ځواکونه یې د کال ٢٠١٦نه وروسته دې هیواد کې پاتې شي که نه.
کرن پیرس ویلي چې په راتلونکې کال کې به د پولند په پلازمینه وارسا کې یوه لویه غونډه جوړه شي څو د افغانستان لپاره د شیکاگو ژمنو ته کره کتنه وشي. د بریتانیې سفېر ه د ملي یووالي حکومت نه په ملاتړ وویل چې هیواد یې د اداري فساد په وړاندې د دې حکومت له اصلاحاتو او عملي کارونو ملاتړ کوي.
میرمن پیرس افغانستان کې د داعش گواښ د اندیښنې وړ وبالو او زیاته یې کړه چې بریتانیه د افغانستان حکومت سره د دې ډلې په وړاندې په مبارزې کار کوي.