د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو په لندن کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځله


بریتانیا کې میشتو د مدني ټولنې یوشمېر افغان بنسټونو په لندن کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځله چې په ترڅ کې لیکوالانو، شاعرانو او ژباړونکو د مورنۍ ژبې پر ارزښت مقالې واورولې او په ټوله نړۍ کې یې پر افغانانو غږ وکړ چې په کورونو کې دې له خپلو ماشومانو سره په مورنۍ ژبې خبرې کوي.

پر دې مهال ژبپوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار په خپلو څرګندونو کې د پښتو ژبې د ودې لپاره د پانګې زياتوالی اړين وباله، نوموړی ویل،”چې په يوویشتمه پېړۍ کې ټیکنالوژي ورځ تر بلې پرمختګ کوي او د ورځې په بنياد نوي لغاتونه رامنځته کيږي نوله همدې امله د نونو الفاظو اړتیا رامخته کيږي“.

ډاکټر مجاور احمد زیار له امریکا غږ سره په خبرو کې خپګان وښود چې په بهرنیو هېوادونو کې میشت پښتانه له خپلو ماشومانو سره په مورنۍ ژبه نه غږېږي، چې له امله یې ژبه د ډېر لوی ګواښ سره مخ کیږي.

نوموړي زیاته کړه:”فرهنګ یا په لاتیني اصطلاح کلتور د انساني ټولنې د ژوند ژواک، د انساني افکارو د هغوی د عقایدو او د هغوې د راکړې ورکړې مجموعه ده چې موږ ته شناخت یا هویت را کوي همدا رنګه ژبه بیا د یوه ملت کلتور ژوندی ساتي او د هغې ترجماني کوي. “

د غونډې یوه بل مېلمه او د لنډو کیسو لیکوال عبدالوکیل سوله مل شینواري په خپله وینا کې وویل،”مورنۍ ژبه هغې ته ویل کیږي چې یو انسان یې د لومړي ځل لپاره په خپل کور کې زده کوي او د خپل هویت پېژندنه پرې کوي. “

نوموړي زیاته کړه، د تاریخ په اوږدو کې ګڼ شمېر ژبو ارزښت له لاسه ورکړی او له منځه تللي دي او پښتو هم له ورته خطر سره مخامخ ده.

د غونډې ویناوالو پر افغانانو غږ وکړ چې د خپې مورنۍ ژبې لپاره د خپلې برخې کار وکړي او ژوندۍ یې وساتي.

د ژبو نړیوالې ورځ دې لمانځغونډې ته څېړونکي اسدالله شفايي په خپلو څرګندونو کې وویل،”چې ژبه د یوه ملت کلتورخوندي ساتي نو په داسې حالاتو چې دا مهال د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې افغانان میشته دي، دوی باید خپله مورنۍ ژبه ژوندۍ وساتي او خپل هویت هېر نه کړي. “

‎په اروپا او نوره نړۍ کې زوکړی افغان کهول چې په مورنۍ ژبو کې زده کړې نه لري، دا مهال له سختو ننګونو سره مخامخ دي.

د غونډې ته راغلی یو ځوان افغان زده کونکی تسل شینواري چې په سلواک هېواد کې زېږېدلی او اوس په انګلستان کې میشت دی، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، ځوان کهول ته پکار ده چې له خپلو ملګرو سره هر وخت په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي، چې خپله ژبه هېره نه کړي.

په لندن کې مېشته خبریاله او د ټولنیزو رسنیو نومیالۍ فعاله مروه سادات چې د مورنۍ ژبو نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې یې ګډون کړی وو، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: ”نوي نسل ته پکار ده چې خپلې مورنۍ ژبې ته وده او شهرت ورکړي، د پښتو ژبې پر ګرامر، املا او ادب کار وکړي او ترڅنګ يې د پښتو ژبې کتابونه هم ولولي، چې دا به ورته د نوو لغاتونو په زده کړه کې ورسره لویه مرسته کوي. “

نوموړې په خپلو څرګندونو کې د پښتنو د یو لوی ټولنیز او سیاسي مبارز خان عبدالفغار خان متل ووایه چې وایي:”یو قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، قام سپک شي، او یو قام نه چې ژبه ورکه شي، قام ورک شي. “

‎د پښتو ژبې د ودې لپاره نه یوازې د ساینس، اقتصاد او فرهنګ په برخه کې اکاډیمیک کارونه کول غواړي بلکې له پردیو ژبو څخه ژغورنه هم ورته پکار ده.

‎ نورالله اتل چې د پښتو ژبې ښوونکی او څېړونکی دی، امریکا غږ ته وویل،”دا زموږ د ټولو مسؤلیت دی چې د نړۍ شاهکار کتابونه لکه علمي او ساینسي هغه په پښتو ژبې ته وژباړو او ورسره په تیاتر, ډرامو، موسیقۍ او په بېلا بېلو هنرونو کې پښتو ژبې ته وده ورکړو. “

‎ملګري ملتونه هرکال د فبرورۍ ۲۱مه د بنګله دېش هېواد د ډاکې پوهنتون له هغه زده کوونکو سره د پیوستون ښودو په موخه د ژبو نړیوالې ورځ وګرځوله چې په ۱۹۵۲ز کال د بنګالۍ ژبې دولتي کولو لپاره په راوتي لاریون کې د هغه مهال د پاکستاني پولیسو په ډزو مړه او ژوبل شوي ول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG