د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیا صدراعظم په کرونا اخته شو


د برتانیا صدراعظم په خپل ټویټر کې اعلان کړی چې په کرونا اخته شوی
د برتانیا صدراعظم په خپل ټویټر کې اعلان کړی چې په کرونا اخته شوی

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن وايي چې هغه د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

نوموړي د جمعې په ورځ مارچ ۲۷ (وري۸) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د هغه معاینات مثبت وو او اوس یې ځان په کور کې قرنطین کړی دی.

ښاغلی جانسن وايي چې د قرنطین په دوره کې به هم د حکومت مشري کوي‌ او غونډې او نور مسایل به د ویدیو کنفرانس له لارې مخ ته وړي.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼه وايي‌ چې تر دې دمه هلته ۱۱۵۶۸ کسان په کرونا اخته شوي او ۵۷۸ نور کسان مړه شوي دي.

په نړۍ کې تر دا مهاله د کرونا ویروس له کبله څه باندې ۲۴۸۰۰ کسان مړه شوي او نژدې ۵۵۰زره نور پرې اخته دي.

امریکا دا مهال په نړۍ کې په دغه ویروس تر ټولو ډېر اخته کسان لري.

د سي ان ان د راپور په اساس په متحدو ایالتونو کې تر دې دمه ۸۲۱۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي او ۱۱۹۵ نور نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG