وروسته تر هغه چې روسیې په رسمې توګه د اوکراین څلور سیمې د خپل هیواد د یوې برخې په توګه اعلان کړلې، د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د ناټو سره د خپل هیواد د یوی ځای کیدو هلې ځلې چټکې کړلې.
سره لدې چې په واشنګټن او برسلز کې چارواکي د اوکراین غوښتنې سره په احتیاط چلند کوي خو ښاغلي زلینسکي جمعه سپټمبر ۳۰ (تلې۸) په یو ویډیویي پیغام کې په رسمي توګه د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان کې د غړیتوب د چټکوالي غوښتنه لاسلیک کړله.
د اوکراین جمهور رئیس د ویډیو سره یو ځای یوه اعلامیه هم خپره کړې او پکې یې ویلي چې د ناټو سره یو ځای کیدل یې د پخوا څخه غوښتل او زیاته یې کړه چې "نن اوکراین غواړي دا غوښتنه رسمي کړي."
زلینسکي دا غوښتنه د روسیې لخوا ددې هیواد د څلورو نورو برخو د الحاق په غبرګون کې وکړله خو ها خوا بیا د ناټو چارواکي په زغرده نه وایي چې آیا پدې سازمان کې د اوکراین د غړیتوب غوښتنه به چټکه شي که نه.
د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ پدې هکله خبریالانو ته وویل، "زمونږ تمرکز اوس د اوکراین سره په سمدستې توګه د مرستو کول دي چې د روسیې د ظالمانه یرغل په مقابل کې د خپل ځان دفاع وکړي."
سره لدې چې د ناټو غړي هیوادونه د پخوا راهیسې پدې نظر دی چې د اوکراین په شان خودمختار هیوادونه باید ناټو سره د یو ځای کیدو آزادي ولري خو دې هیواد ته په ناټو کې د غړیتوب په ورکولو کې بیړه نده شوې.
اوکراین د همدې ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې په مادرید کې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې هم برخه اخیستې وه.
په همدې حال کې په واشنګټن کې هم چارواکي په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په چټکوالي چندانې لیوال نه ښکاري.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان جمعه سپټمبر ۳۰ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن پدې باور دی چې د اوکراین سره د ملاتړ تر ټولو غوره لار د دې هیواد سره د جګړې په ډګر کې عملي ملاتړ کول دي او په برسلز کې بهیر (ناټو سره د اوکراین په یو ځای کیدو) باید بل وخت کې خبرې وشي.
روسیې په پرله پسې توګه د ناټو پراخیدل خپل پایښت ته خطر بللی او په اوکراین د یرغل څخه وړاندې یې هم ویلي و چې اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورکول به د مسکو د پاریدو سبب شي.
خو امریکایي او لویدیځ چارواکي بیا وایي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله ځیني اروپایي هیوادونه دیته لیوال شوي چې د ناټو سره یو ځای شي او تازه نمونې یې فنلنډ او سویډن دي چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د دې سازمان غړي شول.
د متحده ایالاتو د سنا مجلس د اګست په میاشت کې د دې دواړو هیوادنو غړیتوب منظور کړی خو تر اوسه ترکیه او هنګري چې دواړه یې د ناټو غړي هیوادونه دي تر اوسه یې د فنلنډ او سویډن غړیتوب ندی منظور کړی.