د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین دفاع وزارت مرستیاله: د دونیتسک ځینې سیمې له روسي ځواکونو ازادې شوې


هانا ملیار، د اوکراین د دفاع وزارت مرستیاله
هانا ملیار، د اوکراین د دفاع وزارت مرستیاله

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار د دوشنبې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) وویل، د اوکراین ځواکونو په دونیتسک کې ځینې سیمې د روسي ځواکونو له ولکې ایستلي دي.

مېرمن ملیار د دونیتسک یوې کلیوالې سیمې ته په اشارې سره، په خپل ټلیګرام اکاونټ کې لیکلي: "دفاعي ځواکونو ریونوپیل سیمه زموږ تر کنټرول لاندې راوسته. راځئ چې [دغو بریدونو ته] زور وکړو." د دونیتسک په دغه برخه کې د اوکراین جنوبي جبهه په جنګ بوخته ده.

په جګړه کې د پرمختګ د وروستیو خبرونو څو ورځې وړاندې، د اوکراین د ملګرو هیوادونو مشرانو په لندن کې د اوکراین د بیارغونې لپاره د مالي ملاتړ برابرلو په هدف غونډه وکړه. په دغه غونډه کې اوکراین ته د روسیې د یرغل له امله د اوښتو زیانونو د رغونې په موخه د میلیاردونو ډالرو ژمنې وشوې.

د روسیې یرغل په اوکراین کې د زرګونو کورونو، ښوونځیو، روغتونونو، فابریکو، او دولتي ودانیو د ورانېدو سبب شوی دی.

په کروندو کې ماینونه ځای پرځای شوي، سړکونه او د ریل ګاډي پټلۍ ویجاړې شوې او په وروستیو کې د کاخوفکا بند الوزول شوی چې چاپیریالي بحران یې رامنځ ته کړی دی.

نړیوال بانک تر اوسه پورې ددغو ویجاړیو د بیارغونې لګښت ۴۱۱ میلیارده ډالره ګڼلی چې د اوکراین د ټولیزو کورنیو تولیداتو تر عوایدو درې برابره زیات دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د لندن ناستې ته په خبرو کې وویل: "په نړۍ کې بل هیڅ داسې ځای نشته چې د اوکراین په څېر د دومره ډېرو برخو جوړولو او بیارغولو ته دې اړتیا ولري. د روسیې د یرغل هره نوې ورځ، نوې ویجاړۍ رامنځ ته کوي."

د اوکراین ولسمشر په دغه غونډه کې په انلاین ډول ګډون وکړ.
د اوکراین ولسمشر په دغه غونډه کې په انلاین ډول ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې اروپايي ټولنې اوکراین ته د ۵۵ میلیاردو ډالرو نورو پورونو او مرستو ورکولو چمتوالی وښود. بریتانیا د درو میلیاردو ډالرو او د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین د انرژۍ او ټرانسپورټ د بېخ بنسټ لپاره د ۱.۳ میلیارد ډالرو نورو مرستو ژمنه وکړه.

د چتم هاوس څېړونکې اوریسا لوتسېویچ وايي، ددغو مرستو اعلان ښه پیل دی خو اړتیا به تر دې هم ډېره شي. هغې زیاته کړه: "موږ دغه راز د فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیرانو څخه اورېدلي چې اوکراین به د اورپايي ټولنې غړی شي. دا د خصوصي سکټور لپاره ډېر مهم پیغام دی."

په دغه ناسته کې ددې ترڅنګ، د اوکراین د راتلونکې لپاره د لا پیاوړې ولسواکۍ طرحه وړاندې شوه.

اوریسا لوتسېویچ وايي، اوکراین باید له دغې جګړې څخه د یوې پیاوړې ټولنې، ښه حکومت او د پخوا په پرتله د پرمختللي اقتصاد سره راووځي. نوموړې وايي، دا هغه لیدلوری دی چې د اوکراین خلکو یې په پار قرباني ورکړه او لا یې هم ورکوي.

لوتسېویچ وویل: "خلک غواړي چې ډاډمن شي عدالت چې تامینېږي، د فساد پر ضد مبارزه کېږي، او په سیمه ییزه کچه دوی، د دوی ټولنو او رضاکارانو ته د اوکراین د بیاغونې په پلانونو کې د ونډې اخیستلو زمینه برابرېږي."

د روسیې د یرغل له امله په اوکراین کې درانه اقتصادي او ځاني زیانونه د جګړې د دوام سره نور هم لوړېږي او په داسې حال کې چې اوکراین د نوې راتلونکې لپاره د بیارغونې پر پلانونو کارکوي، د روسیې د تېري په وړاندې جګړې ته هم دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG