د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د جمهور رئیس میرمن په طبي برخه کې د مرستې غوښتنې دپاره اسرائیل ته تللې


د اوکراین د ولسمشر مېرمن اولینا زیلینسکا
د اوکراین د ولسمشر مېرمن اولینا زیلینسکا

د اوکراین د ولسمشر مېرمن اولینا زیلینسکا دا اونۍ اسرائیل ته تللې ترڅو له هغه هېواد څخه د اوکرایني ماشومانو په ګډون د پوځي او ملکي ناروغانو د رواني درملنې دپاره مرسته وغواړي.

زیلینسکا په تل ابیب کې د اسرائیل د لومړۍ مېرمن میخال هرزاګ سره یو ځای د هغو کسانو د درملنې مرکز ته تللې ده چې په جګړه کې یې رواني صدمه لیدلې ده.

زیلینسکا مېرمن هرزاګ ته په خطاب کې وویل: "ستاسې هیواد د دغو حالاتو سره د مبارزې بې جوړې تجربه لري. تاسې ددې وړتېا لرئ، چې د دښمن په دوامداره او زیاتېدونکو بریدونو کې د خلکو ژوند وژغورئ."

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پېل راهیسې، د رواني صدمې اسرائیلي ډاکټران په اوکراین او اسرائیلو دواړو کې د اغېزمنو شویو اوکراینیانو درلنه کوي.

چارواکي او طبي کارپوهان وايي چې نږدې څلور میلیونه اوکرایني کوچنیان په ځانګړې ډول زیانګالي دي او د اسرائیل د همکارئ پروګرام له لارې ورسره مرسته شونې ده.

د اوکراین د ولسمشر مېرمن ته د صدمې د معالجې هغه ټکنالوژي، چې په جګړه کې د ټپي شویو عسکرو د درملنې لپاره کارول کېږي، وښودل شوه. د تېر کال پر مهال اوکرایني عسکر د رواني صدمې د پرمختللې معالجې لپاره اسرائیل ته وړل شويدي.

د اسرائیلو لومړۍ مېرمن میخال هرزاګ وویل: "اسرائیل په خپل روغتیايي سیستم وياړي. موږ پدې اړه چې غواړو خپله روغتیايي پوهه او د روغتیايي سیستم امکانات له نورو اړمنو سره شریک کړو، افتخار کوو."

د جګړې سره د مخامخو اوکراینیانو رواني او فزیکي روغتیايي اړتېاوې اسرائیلو ته د اوکراین د لومړۍ مېرمن د سفر موخه وه. زیلینسکا ویلي چې د رواني روغتیا په اړه په کیف کې جوړېدونکې غونډې ته یې د اسرائیل طبي کارپوهان بللي دي.

XS
SM
MD
LG