د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین چارواکي: د کیف شاوخوا کې له زرو ډیر عام خلک وژل شوي


د اوکراین د حکومت یوې جګپوړې چارواکې وایي د پایتخت کیف د شاوخوا سیمو څخه د روسیې د سرتیرو تر وتلو وروسته د ۱۰۰۰ څخه د ډیرو عامو خلکو مړي پیدا شوي او په سړو خونو کې ساتل کیږي.

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې اولګا ستفنیشینا پنجشنبه اپریل ۲۱ (غوايي۱) د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د کیف په سیمه کې یوازې د ملکي کسانو ۱۰۲۰ مړي موندل شوي.

هغې زیاته کړه، " دا یوازې د هغو ملکیانو مړي دي چې د ودانیو او کوڅو څخه راټول شوي".

د میرمن ستفنیشینا د څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې پولیسو وویل چې د پلازمینې څخه ۴۵ کیلو متره لیرې یې د ۹ کسانو مړي پیدا کړي چې په ډله ایزه توګه په یو قبر کې خښ شوي و.

د کیف والي اولکساندر پاولیوک ویلي چې دغه کسان یا په جګړو کې وژل شوي او یا یې د شکنجو له کبله سا ورکړې.

والي زیاته کړه، " د عدلي طب متخصصین دا جسدونه معاینه کوي خو مونږ ولیدل چې د دې کسانو لاسونه تر شا تړل شوي و، پښې یې تړل شوې وې او په سر او غاړې په ډزو ویشتل شوي".

خو دا یوازې کیف ندی چې د روسیې ځواکونو تر وتلو وروسته پکې عام خلک وژلي بلکې تر دې وړاندې د بوچا په ښار کې هم د ګڼ شمیر خلکو مړي په لارو کوڅو کې وموندل شول او د اوکراین چارواکو په روسیې د ډله ایزې وژنې تورونه ولګول.

هخوا د ماریوپول په ښار کې لا هم جګړه روانه ده او د اوکراین سرتیري چې د وسپنې په یوې فابریکې کې کلا بند دي مقاومت کو خو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین نن پنجشنبه اپریل ۲۱ پدې ښار کې د کامیابۍ اعلان کړی او ویلي چې د ماریوپول بندر تر ۲ میاشتو کلابندۍ وروسته "آزاد" شو.

ښاغلي پوتین په یوې غونډې کې چې په تلویزیون خپریده د خپل هیواد دفاع وزیر سرګې شویګو ته وویل، " تاسو د ماریوپولد آزادولو لپاره محاربوي هلې ځلې په کامیابۍ تر سره کړلې. اجازه راکړئ تاسو ته پدې هکله مبارکي ووایم او د مهربانۍ له مخې زما د مبارکۍ پیغام سرتیرو ته هم ورسوه."

پوتین د ماریپول په ښار کې د وسپنې په کارخانې کې د کلا بند شویو اوکرایني سرتیرو په هکله وویل، " په صنعتي پارک هجوم ور وړل غیر ضروري بولم او د لغو کیدو امر یې کوم. دا صنعتي سیمه وتړئ چې حتی یو مچ هم ترې پرواز ونشي کړی".

XS
SM
MD
LG