د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین او روسیې د جګړې سلګونه بندیان تبادله کړل


مسکو او کیف تېرکال هم سلګونه جنګي بندیان تبادله کړي وو
مسکو او کیف تېرکال هم سلګونه جنګي بندیان تبادله کړي وو

اوکراین او روسیې د چهارشنبې په ورځ جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) اعلان وکړ چې په روانې جګړې کې د یو بل نیول شوي سلګونه عسکر یې تبادله کړل.

د اوکراین مقامات وايي چې روسیې د دوی ۲۳۰ عسکر پرېښي دي. مسکو بیا وايي چې د متحدو عربو اماراتو په منځګړتوب یې له اوکراین سره د یوې معاملې په نتیجه کې ۲۴۸ عسکر د اوکراین له توقیف څخه خلاص شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

تر دې مخکې هم دواړو هېوادونو د جګړې سلګونه بندیان تبادله کړي وو. دقیق معلومات نه شته چې په دغې جګړې کې څومره عسکر نیول شوي او بندیان دي.

په همدې حال کې مسکو او کیف په یو بل باندې بریدونه روان ساتلي دي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د هوايي دفاع ځواکونو یې د بلګرود په سیمې باندې د اوکراین ۱۲ توغول شوي‌ میزایل ویجاړ کړي دي.

څو ورځې مخکې روسي مقاماتو وویل چې په همدغې سیمې کې د اوکراین د میزایلو په برید کې ۲۴ تنه ووژل شول، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین له دغه برید وروسته په اوکراین باندې د بریدونو د زیاتولو خبرداری ورکړی و.

له دغه خبرداري وروسته د اوکراین چارواکو وویل چې روسیې د کیف او خارکیف په ښارونو باندې د ۹۹ بالستیک میزایلو او ۳۵ بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې پنځه تنه په کې وژل شوي او ۱۳۰ نور ژوبل دي.

د اوکراین د دفاع وزارت وايي چې د هوايي دفاع ځواکونو یې د روسیې ټولې بې پیلوته الوتکې او ۷۲ میزایل وېشتلي او نه یې دې پرېښي چې هدف ته ورسيږي.

اخوا د پولند د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي ویلي چې د روسیې د وروستیو بریدونو په ځواب کې باید د اوکراین ایتلافیان په روسیې باندې بندیزونه نور هم سخت او د اوکراین پوځ ته د لېرې واټن وېشتونکي توغندي ورکړي.

نوموړي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې دا میزایل به اوکراین د دې جوګه کړي چې د میزایلو د وېشتلو د قوماندې مرکزونه او توغولو سیمې په نښه کړي.

د سه شنبې له بریدونو وروسته، پولینډ چې له اوکراین سره سرحد لري، د خپل هوايي حریم د ساتلو لپاره څلور اف-۱۶ جټ الوتکې استولې دي.

په یو بل خبر کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر په یوې اعلامیې کې په تورې بحیرې کې د ترکیې د تنګي له لارې اوکراین ته د پلټونکو کښتیو استول رد کړل.

بریتانیا تېره میاشت اعلان وکړ چې اوکراین ته دوه ماین پلټونکې کښتۍ ورکوي چې د روسیې د ماینونو د خطر مخه ونیول شي او د تورې بحیرې له لارې یې صادراتو ته اجازه ورکړل شي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر وايي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې یې د روسیې او اوکراین د جنګي بېړیو په مخ د ترکیې تنګي تړلي او په تورې بحیرې کې د جګړې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره په خپل دغه قاطع دریځ ولاړه ده.

ترکیه وايي ایتلافیانو ته یې ویل شوي وو چې تر څو پورې جګړه روانه وي، دا ماین پلټونکي کښتۍ به د ترکیې له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ونه لري.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG