د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په بریدونو کې د اوکراین د برېښنا ۳۰فیصده تاسیسات ړنګ شوي


اوکراین د سه شنبې په ورځ اکتړبر ۱۸ (تلې ۲۶) وروسته له هغې ددې هیواد د برېښنا شبکې ته د "جدي" خطر خبرداری ورکړ چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، د روسیې پرله پسې بمباریو د ژمي په رارسیدو سره د اړکراین د برېښنا تاسیساتو دریمه برخه ویجاړه کړې ده.

روسي ځواکونو نن د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د اوکراین پر څو ښارونو هوايي بریدونه وکړل، چې عمده هدفونه یې ددې هیواد د انرژۍ تاسیسات وو.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې روسي ځواکونو په ختیځ خارکیف سیمه کې د اوکرایني ځواکونو څخه د سیمې د بیرته نیولو ادعا کړې، مسکو د تیرې میاشتې راهیسې چې په بشپړه توګه له سیمې څخه شړل شړی و، د لومړي ځل لپاره هلته د یو کلي د نیولو اعلان وکړ.

په ورته وخت کې، د روسیې بریدونو په کیف او په ټول هیواد کې ښاري مرکزونو کې د انرژۍ تاسیسات ولړزول، چې د اوبو رسولو چارې یې ګډې وډې او د برېښنا جریان یې قطع کړ. دا په داسې حال کې دي چې تیره ورځ د اوکراین پلازمینه کیف ښار روسي ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو بمبار کړی و.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مرستیال کیریلو تیموشینکو وویل: "اوس په ټول هیواد کې وضعیت کړکیچن دی ځکه چې زموږ ټولې سیمې په یو بل پورې تړلي دي ... د ټول هیواد لپاره اړینه ده چې د بریښنا، اوبو او تودوخې بندیدو ته چمتو اوسي."

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د روسيې له خوا ددې هیواد د انرژۍ د زیربناو تکرار په نښه کول د "روسیې بل ډول ترهګریز بریدونه" ګڼلي دي.

ښاغلي زیلنسکي په ټویټر لیکلي: "د اکتوبر له ۱۰ راهیسې، د اوکرایین د برېښنا سټیشنونه ۳۰ سلنه ویجاړ شوي، چې په ټول هیواد کې د پراخو برېښنا بندیدو لامل شوي."

XS
SM
MD
LG