د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ناروغي د فراه ځيني ديني عالمان انديښمن کړي


د فراه یو شمېر دیني عالمان وایي که ټولو کورنیو په سمه توګه د پولیو واکسین خپلو ماشومانو ته ور کړي وای، نو فلج به کلونه مخکې په افغانستان کې محوه شوی وای.

په فراه کې ديني عالمان د فلج غوندې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې د پولیو واکسین اړين بولي او یو ځل بیا ټولو کورنیو ته سپارښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

په فراه کې یو ديني عالم مولوي رحمت الله اميني وايي د اسلامي شریعت له مخې د پولیو واکسین حلال او ډیر اړین دی. د هغه په وینا که ټولو کورنیو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی وای، نو کلونه مخکې به افغانستان کې ګوزڼ ناروغۍ له مینځه تللی وه.

هغه وايي:" له بده مرغه زموږ خلک د پولیو ناروغې محوه کولو څانګه کې خاصه پاملرنه نلري، او خپلو ماشومانو ته په سمه توګه د پولیو واکسین څاڅکې نه ورکوي، چې دا بې غوري په ټولنه کې د فلج ناروغې پاتي کېدو سبب شوې نو زه یو ځل بیا ټولو کورنیو ته وایم چې خپل ماشومان واکسین کړئ".

په همدې حال کې د فراه اوسېدونکي وايي، کله چې ډاکټران د طب له اړخه پولیو واکسین د ګوزڼ یواځنې وقایه کوونکي درمل بولي او دیني عالمان یي هم د اسلام له اړخه حلال او اړین ګڼي، باید ټولي کورنۍ يي خپلو ماشومانو ته ورکړي.

هغه وايي:" زموږ مشران وایي ماشومان واکسین کړی، دیني عالمان وایي پولیو واکسین د اسلام له اړخه حلال دی، ډاکتران وايي، د ګوزڼ درمل یواځې پولیو واکسین دی او همدا شان ټول وايي، نو موږ هم باید نور سستي ونکړو او د واکسین کوونکو سره په همکارۍ خپل ماشومان واکسین کړو".

دا پداسې حال کې ده چې اوس د پولیو واکسین کمپاینونو د پیل پر مهال ډاکټران يې په روغتیايي مرکزونو او دیني عالمان یې په جوماتونو کې تر ټولو لمړۍ خپلو ماشومانو ته ورکوي، تر څو یې ماشومان د ګوزڼ تلپاتي ناروغۍ څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG