د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د راستنیدونکو افغانانو لومړنیو اړتیاو لپاره ۱۰میلیونه ډالر ځانګړي کړي


د بشرپاله مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټین ګریفیټس وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د لومړینو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې لس میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

ګریفیټس د دوشنبې په ورځ ناوخته نومبر۲۰ (لړم ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ليکلي د سپمټبر د میاشتې له نیمايي راهیسې له ۳۰۰زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ښاغلي ګریفیټس ویلی: "د سپټمبر له نیمايي راهیسې له ۳۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. ما د هغوی د لومړنیو بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو له بودیجې څخه ۱۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي."

د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په سر کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیون قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیون یې افغانان دي له دغه هیواد څخه د ایستلو پریکړه وکړه.

د پاکستان حکومت ددغې پریکړې د اعلان پر مهال ویلي چې د نومبر تر لومړۍ ورځې که قانوني اسنادو نه لرونکي کډوال په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ونه وځي نو د ټاکلي مهلت وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل څخه تراوسه ۴۰۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر مشرې کارولین ګلوک ویلي چې ستنیدونکي افغان کډوال د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

ګلوک ویلي: "زیات شمیر افغانانو له افغانستان څخه د سر د خوندیتوب لپاره د پناه په لټه کې وتلي وو، نور په پاکستان کې زیږیدلي او خپل ټول ژوند یې په پاکستان کې تیر کړی دی. ددې لپاره چې افغانستان په یو ډیر خراب بشري ناورین کې راګیر دی دوی د یو ناڅرګندې راتلونکی سره مخ دی او سخت ژمی هم د پیلیدو په حال کې دی."

افغانستان لپاره د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر مشرې ویلي چې ستنیدل باید په جبري ډول نه اوسي او په داوطلبانه، خوندي او باغزته توګه ترسره شي.

د پېسو غوښتنه

په عین وخت کې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ستنیدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه د ۱۶ میلیونو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي د دغه پروګرام د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې دغو پیسو ته د ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د خوړو او نغدو پیسو د مرستې د برابرولو لپاره اړتیا لري.

میرمن شا و وې لي ویلي چې د تیرو څو اونیو په ترڅ کې یې له ۲۰۰ زرو څخه زیات ستنیدونکو کډوالو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې کړي دي.

شا و وې لي وویل:" دوی افغانستان ته په یو ډیر بد وخت کې ستنیږي، خواړه نشته، سرچینې کمې دي او هم هیڅ ځای د تللو لپاره نلري دا په ځانګړي ډول ډیره سخته ده چې سوړ ژمي پیلیدو ته یوازې څو اونۍ پاتې دي او..‎. دوی د لوږې، بې وزلې او د ناڅرګند برخیلک سره مخ دي او یوداسې هیواد ته ستنیږي چې له دریو څخه یوه برخه خلک یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد د یو ستر بشري ناورین سره مخ شوی دی.

د ګالوپ ‌ادارې یوه تازه سروې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په څېر۲۰۲۳ کال کې هم د افغانستان د نفوس لویه برخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د اکثرو کورنیو عواید کم شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG