د لاس رسي وړ اتصالات

نړیواله ټولنه: د افغان خبریالانو له وژونکو سره دي جدي چلند وشي


نړیوالې ټولنې د یوناما له آدرسه په یوې ګډې اعلامیه کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې «مې میاشتې دریمې» په درشل کې له افغان دولت څخه غوښتنه کړې، چې د خبریالانو له وژونکو سره دې جدي چلند وکړي.

نړیوالې ټولنې د افغانستان دولت لخوا د خبریالانو او بیان آزادۍ د خوندیتوب ستاینه کړې، خو ویلي دي چې دا لا هم په دغه برخه کې لومړني ګامونه دي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي":موږ د افغانستان دولت هڅوو، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره، چې هر څه په توان کې لري ترسره کړي او ډاډ د ورکړي چې د خبریالانو پر وړاندې د حملو ترسره کونکې باید معافیت ونه‌لري،د امنیتي او ملېشه ځواکونو لخوا هم باید د خبریالانو پر وړاندې حملو ته د پای ټکی کیښودل شي او د خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ د منلو وړ نه دی".

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي، چې د بیان آزادۍ مسله یوازې په قانون کې راغلې خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

نړیوالې ټولنې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام ته اندیښنه ښودلې ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې شمیرې ښیي، چې د ۲۰۱۹ کال له پیله تر دا مهاله د خبریالانو پر وړاندې ۲۰ د تاوتریخوالي پیښې ثبت شوي دي.

د دغې کمیټې د ښځو برخې مسوولې وحیدې فیضي امریکا غږ ته وویل، چې د دغو قضیو په منځ کې څلور د وژلو پیښي دي او نورې بیا د وهلو ډبولو، ګواښ او نورو تاوتریخوالو قضیې دي.

بلخوا د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۱۹ کال ریپوټ کې ویلي، چې افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ په نوملړ کې د نا آمنۍ له امله درې درجې تنزیل کړی دی او په ۱۲۱ مه درجه کې قرار لري.

د ښځینه خبریالانو کاري محدودیت

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو له ستونزو په ځانګړې توګه په لیرو پرتو سیمو کې اندیښنه ښودلې ده او ویلي دي، چې ښځینه خبریالانې ډیری وخت د خپل جنسیت له وجهې له تبعیض سره مخ شوي دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي:"د ښځو د حقونو او ځواکمنتیا په برخه کې د پرمختګ سره سره په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شمیر محدود دی".

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو حضور پوره او معنا لرونکی اوسي.

د حکومت اقدامات

ملګرو ملتونو په داسې حال کې د خبریالانو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په کابل کې د خبریالانو پر وړاندې د ۱۰۰۰ قضیو له څیړلو او بررسۍ خبر ورکړی دی.

ښاغلي اندرابي وویل:"د خبریالانو امنیتي، کشفي او جرمي معضلو ته د رسیدو لپاره ځانګړي کمیسیونونه جوړ شوي دي، یو کمیسیون په کورنیو چارو وزارت کې دی، چې ټولو اړوند قضیو ته د رسیدو لپاره دی.زه کولای شم ووایم، چې له ۱۰۰۰ څخه ډیرې قضیې مو څیړلي دي، هغه قضیې چې دا څو کاله ورته رسیدنه نه وه شوې".

د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري، چې د پولیسو د زدکړو په نصاب کې له پیښو وروسته د خبریالانو د امنیت او هغه کسان، چې د قربانیانو مرستې ته وردانګي تدابیر ځای پر ځای کړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ، د نړیوالو جرایموڅیړنې ریاست پرانیستی، چې بشري جرایمو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضایاو ته رسیدنه یې یوه دنده ده.

XS
SM
MD
LG