د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د ماریوپول د تخلیې لپاره د جګړې درولو غږ کړی 


د ماریوپول ښار د فولادو محاصره شوې فابریکه
د ماریوپول ښار د فولادو محاصره شوې فابریکه

د اوکراین د کړکیچ لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي امین اواد د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوایي پنځمه) په ماریوپول کې د جګړې د سمدستي بندیدو غږ وکړ چې له دغه جګړه ځلي ښار څخه ملکي وګړي ووځي.

ښاغلي اواد په یوه اعلامیه کې ویلي: «په ماریوپول کې د ښځو، ماشومانو او زاړو په ګډون د لسګونو زرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی...مونږ سمدستي د جګړې ځنډولو ته اړتیا لرو چې [د خلکو] ژوند وژغورو.»

د ملګرو ملتونو دغه استازي دا هم وویل چې تخلیې ته باید همدا «نن اجازه ورکړای شي او که نه سبا به ډیر ناوخته وي.»

ملګري ملتونه پداسې حال کې د جګړې د دریدلو غږ کوي چې د شنبې په ورځ د اوکراین له لورې د تخلیې یوه هڅه ناکامه شوه او اوکرایني لورې وویل چې روسي ځواکونو ددې کار «مخنیوی» وکړ.

د ملګرو ملتونو اعلامیه وایي د اټکل له مخې ۱۰۰زره ملکي وګړي د ماریوپول په ښار کې ایسار پاته دي چې روسي ځواکونو محاصره کړي دي.

ښاغلي اواد ویلي چې د ارتودکس عیسویانو اختر چې په دواړو روسیه او اوکراین کې لمانځل کیږي ښه فرصت دی چې دښمني بنده شي: «د کالیزې په یو بیساري تنظیم کې د ارتودکس د اختر او د یهودانو اختر مذهبي رخصتۍ او د روژې میاشت په یو وخت راغلي، دا ددې وخت دی چې خپل ګډ بشریت ته پاملرنه وکړو او اختلافاتو ته شا کړو.»

په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د عیسوي اختر په خاطر د جګړو د بس کیدو غوښتنه وکړه، خو د اوربند هیله په روانه اونۍ کې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د جګړو د زور اخیستلو په وجه له منځه ولاړه.

اوکراین نن د یکشنبې په ورځ وویل چې روسیه په پرله پسې توګه د ماریوپول د فولادو په فابریکې بریدونه کوي؛ چیرته چې ددې ښار اوکرایني مدافیعین مقاومت ته دوام ورکوي.

اوکرایني قواو ویلي چې ملکي وګړي هم پدې فابریکه کې بند پاته دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په روانه اونۍ کې پدې فابریکې یرغل ونکړي، خو محاصره کولو ته یې دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG