د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: اوکراین کې د روسیې کړنې ښايي جنګي جنایت وي 


د اوکراین د پلازمینې کیف شاوخوا سیمه
د اوکراین د پلازمینې کیف شاوخوا سیمه

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي ۲) وویل چې په اوکراین کې د روسیې کړنې چې د ملکي وګړو وژنې او د ملکي زیربناو هوارول په کې شامل دي، ښایي جنګي جنایت وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میشل بچلیټ نن د جمعې په ورځ وویل: « تر دې دمه زموږ کار د ملکي وګړو په وړاندې د سرغړونو یوه وحشتناکه کیسه بیانوي.»

آغلي بچلیټ زیاته کړه چې : «پدغو څه دپاسه اتو اونیو کې [په اوکراین کې] نه یواځې نړیوال بشري قانون له پامه غورځول شوی، بلکې په څرګنده تر پښو لاندې شوی.»

د بشري حقونو د عالي کمیشنرې ویانده راوینا شمداساني وایي: «روسي وسله والو ځواکونو له یوه سره په ګڼ میشته سیمو ډزې او بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي، روغتونونه، ښوونځي او نور ملکي زیربناوی یې دؤې وړې کړي، هغه کړنې چې ښایي بشري جنایت وي.»

آغلې شمداساني وایي، د اوکراین پلازمینې کیف ته څیرمه د بوچا په ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ماموریت د ۵۰ ملکیانو وژنه تصدیق کړې چې په کې پرته له ځنډه اعدامول شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میشل بچلیټ وویل: «تقریبا د بوچا د هر اوسیدونکي سره چې زمونږ همکار خبرې کړي، مونږ ته یې د یو خپلوان، د یو گاونډي او یا پردي د وژنې کیسه کړې ده. مونږ پوهیږو چې ډیر کار ته اړتیا ده تر څو هغه څه وموندل شي چې هلته پیښ شوي او مونږ همداشان پوهیږو چې بوچا یواځنې پیښه نده.»

د ملګرو ملتونو ماموریت د کیف، چرنیخوف، خاکیف او سومي ښارونو په شاوخوا ځایونو کې چې د مارچ تر لومړیو پورې د روسي ځواکونو په کنترول کې وو، د ملکي وګړو د وژل کیدو په اړوند څه دپاسه ۳۰۰ تورونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو ماموریت همداشان «ددې هیواد په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو له لورې په بې توپیره توګه د وسلو استعمال چې ملکي تلفات په کې رامنځته شوي او ملکي تاسیسات په کې تاواني شوي ثبت کړي دي.»

د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل راهیسې د اپریل تر ۲۰ نیمې شپې پورې د ملګرو ملتونو ماموریت د ۲۳۴۳۵ ملکي وګړو وژنه او د ۲۹۱۹ ملکیانو ټپي کیدنه تائید کړي.

آغلي بچلیټ ویلي، پوهیږي چې اصلي شمیرې ښایي ډیرې لوړې شي، کله چې د ماریوپول په څیر سیمو کې وپلټل شي چې سختې جګړې په کې شوي.

ملګرو ملتونو تر اوسه د روسي ځواکونو په واسطه د ماشومانو په ګډون د ۷۵ جنسي تیریو تورونه ترلاسه کړي دي.

آغلې بچلیټ ویلي: «لومړی او ژر باید دغه بې معنا جګړه ختمه شي،» خغه زیاتوي «خو پداسې حال کې چې د جګړې د پای ته رسیدو نښه نه لیدل کیږي، دا حیاتي ده چې د شخړې ټول اړخونه خپلو جنګیالیو ته څرګنده لارښوړونه وکړي چې په کلکه نړیوال بشر دوستانه قانون او د بشري حقونو نړیوال قانون مراعت کړي.»

XS
SM
MD
LG