د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش ایران ته: د لاریون کوونکو په وړاندې 'غیر ضروري' ځواک مه کاروئ


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د یاد سازمان د سرمشریزې پرمهال د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره وکتل
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د یاد سازمان د سرمشریزې پرمهال د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره وکتل

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي څخه غوښتي دي چې په هغه هیواد کې د لاریون کوونکو په وړاندې له "غیر ضروري" ځواک څخه کار وانخلي.

د ښاغلي ګوتیریش ویاند ستیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ سپټمبر اوه ویشتمه (تلې پنځمه) وویل د ملګرو ملتونو سرمنشي یاد سازمان د اوه اویایمې سرمشریزې پرمهال له ابراهیم رئیسي سره په دوه اړخیز ملاقات کې د بیان آزادۍ او سوله ایزو اجتماعاتو او غونډو په ګډون، بشري حقونو ته په درناوي ټینګار کړی دی.

د ایران اوسیدونکو وروسته له هغه په یاد هیواد کې پراخې مظاهرې پیل کړي چې د مهسا امیني په نامه یوه ځوانه ایرانۍ نجلۍ د هغه هیواد د اخلاقي‌ پولیسو له خوا د بې حجابۍ په تور له نیول کیدو درې ورڅې وروسته په زندان کې مړه شوه.

د مهسا امنیي تر مړینې وروسته نه یوازې په خپله ایران بلکې په ټوله نړۍ کې پراخ لاریونونه پیل شول.

د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک په اعلامیه کې زیاته کړې:" د مظاهرو اړوند د میرمنو او ماشومانو په ګډون د تلفاتو د زیاتیدونکو ارقامو په اړه زموږ اندیښنې هم زیاتیږي."

نوموړي وویل، ګوتیرش د ایران له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له غیر ضروري یا نامتناسب ځواک له کارولو ډډه وکړي او د تاوتریخوالو د زیاتیدو د مخینوي لپاره یې له ټولو د زغم غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه په دې ملاقات کې د مهسا امنیتي د وژل کیدو د علت په اړه د "بې طرفه، عاجلو او موثره" څیړنو غوښتنه وکړه.

رئیسي د شنبې په ورځ مظاهره کوونکي "شورش" کوونکي وګڼل او د امنیتي ځواکونو، سولي او د هغه هیواد د خلکو د مخالفینو په وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه

XS
SM
MD
LG