د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له اسرائیل غوښتي د غزې شمال څخه د خلکو د وتلو غوښتنه بدله کړې


یو شمیر فلسطینیانو دغزې په شمال کې خپل کورونه پریښي او جنوب ته کډه شوي.
یو شمیر فلسطینیانو دغزې په شمال کې خپل کورونه پریښي او جنوب ته کډه شوي.

د ملګرو ملتونو ګڼ شمیر ادارو جمعه اکټوبر ۱۳ (تلې ۲۱) د اسرائیل څخه غوښتي چې د غزې د شمال څخه د عامو خلکو وتلو په هکله خپله غوښتنه بدله کړې.

سره لدې چې اسرائیل ددې ۱.۱ میلیون ملکیانو څخه غوښتي چې په ۲۴ ساعتونو کې د غزې د شمال څخه جنوب ته ولاړ شي خو ملګري ملتونه وایي په دومره لږ وخت کې د دې کسانو وتل امکان نلري او "ویجاړونکي" عواقب به ولري.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې عمومي کمیشنر فلیپي لزاریني په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل دا پریکړه به په بې ساري کچې د خلکو د کړاو سبب شي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي همدرانګه ویلي چې د دې پریکړې عملي کیدو له کبله به په غزې کې بشري ناورین چې له وړاندې په "ډارونکي حالت" کې دی لا خراب کړي.

هغه همدرانګه خبرداری ورکړی چې غزه په چټکۍ سره د "دوزخ کندې" کیدو خوا ته روانه ده او د "ړنګیدو په ژۍ" ولاړه ده.

د روانې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې حماس پر اسرائیل برید وکړ او اسرائیلي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې په غزې بمباري پیل کړله، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۴۲۳ زره فلسطینیان بې ځایه شوي او د ۲۷۰ زرو څخه ډیر یې د ملګرو ملتونو لخوا په جوړو شویو سرپناوو کې ژوند کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د اسرائیل څخه غوښتي چې خپله دا پریکړه بدله کاندي ځکه دې ادارې ویلي چې د روانو هوایي بریدونو له کبله عام خلک د پټیدو لپاره هیڅ خوندي ځای نلري.

د دې ادارې یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د فلسطین د عامې روغتیا وزارت هم ورته خبر ورکړی چې د غزې د شمال څخه ناروغان او هغوي چې د خطر سره مخ دي، ایستل یې امکان نلري.

اسرائیل غزه کلابنده کړې، برښنا، اوبه، خوراکي مواد او تیل یې پرې بند کړي او خبرداری یې ورکړی چې تر څو حماس هغه شاوخوا ۱۵۰ برمته شوي کسان چې د اسرائیل څخه یې وړي دي نه وي خوشې کړي، دوي به هم کلا بندي ماته نه کاندي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او ویلي چې د غزې په روغتونونو کې تیل چې جنریټرونه پرې چالان دي، تقریباً مخ په خلاصیدو دي.

دې ادارې همدرانګه ویلي چې په روغتونونو کې وینه هم کمه ده، دارو درمل او نور طبي وسایل هم چې د زخمیانو او ناروغانو په درملنې کې کارول کیږي، مخ په خلاصیدو دي.

ډبلیو اچ او غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د یوې لارې غوښتنه کړې. دې ادارې ویلي چې په دوبۍ کې یې لوژستیکي څانګه چمتو ده چې غزې ته ولاړه شي خو د تګ لپاره اشارې ته په تمه دي.

په عین حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیف) په سمدستي توګه د اوربند کیدو غوښتنه کړې او ویلي د ۱.۱ ملیون وګړو څخه چې د وتلو خبردرای ورکړل شوی، نیمایي یې ماشومان دي.

اسرائیل ښایي د غزې په شمال کې ځمکني عملیات پیل کړي او له همدې کبله یې د ملکیانو څخه د وتلو غوښتنه کړې.

د یونسیف یو ویاند جیمز ایلډر وویل چې په جګړې کې سلګونه ماشومان تر اوسه وژل شوي ویلي چې په روغتونونو کې د ټپي شويو ماشومانو لپاره نور ځای نشته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG