د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ومنله چې د امنیت شورا ونه توانېدله په اوکراین کې د جګړې د مخنیوي او ختمولو لپاره پوره هڅه وکړي.
ښاغلي ګوتېرش نن پنجشنبه اپریل ۲۸ (غوايياتمه) په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «اجازه راکړئ واضحه یې ووایم، چې د امنیت شورا د دغې جګړې د مخنیوي او ختم لپاره ونه توانېدله، هر هغه څه چې په واک کې لري، و یې کاروي. دا د ډېر خپګان او نا امیدۍ ځای دی.»
له دغه کنفرانس څخه څو ساعته وروسته روسیې د اوکراین د مرکز کیف ځينې سیمې په توغندیو ووېشتلې. د راپورونه په اساس په روانه میاشت کې روسیې تر دې دمه په اوکراین باندې تر ټولو قوي بریدونه کړي دي.
ښاغلي ګوتېرش وویل ملګري ملتونه به له خپلو موجوده امکاناتو څخه په استفادې سره هڅه وکړي چې د ماریوپول د وسپنې په فابریکې کې ایسار ولسي خلک خوندي واېستل شي.
نوموړي له جګړه ځپلو سیمو څخه د وتلو لپاره له سره صلیب سره په ګډه د «بشري دهلیز» د احتمالي جوړېدا په اړه وویل چې «جدي بحث روان دی دا وړاندیز عملي شي». خو هغه په دې اړه ډېر معلومات ورنکړل.
روسي ځواکونو په وار وار د «ازوفستال» په فابریکې کې محاصره شویو خلکو ته د وتلو ضرب الاجل ټاکلی، خو هغوی لا هم هلته پاتې دي.
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلیسنکي وویل چې باور لري دا هلې ځلې به «بریالۍ نتیجه» ورکړي.
د ماریوپول شورا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغه ښار شاوخوا ۱۰۰زره خلک د روسیې د راکټي بریدونو، خوراکي موادو او څښاک د اوبو د نشتوالي له کبله له خطر سره مخامخ دي.
ماریوپول د روسیې لپاره یوه ستراتېژیکه سیمه ګڼل کېږي چې د روسیې تر کنترول لاندې سیمې له کریمیه سره نښلولای شي.
د دغه راپور معلومات د فرانسې، اسوشیتډپرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.