د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: هره میاشت ۷ میلیارد ډالر مرستو ته اړتیا لرو


د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غوايي لومړۍ) وویل چې د روسیې له لوري د اوښتو زیانونو له کبله د خپل هېواد د اقتصاد د فعال ساتلو لپاره د میاشتې اوه میلیارد ډالر مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي زیلینسکي د اوکراین د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق مشرانو ته په یو ویدیويي کنفرانس کې وویل چې د روسیې پوځ د اوکراین د ټولو هغو وسائیلو د ویجاړولو نیت لري چې د ژوند اقتصادي ستنې بللې کېږي لکه د اورګاډو ستېشنونه، د خوراکي موادو کارخانې، تیل او تصفیه خانې.

په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزیرې جنیت یلن له اوکراین سره د ۵۰۰ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه چې د مامورانو معاشونه او د تقاعد پېسې ورکړې او خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړې تېره ورځ د اوکراین له صدراعظم دینس شمیهال او د مالیې له وزیر سرګي ماجېنګوف سره له ملاقات وروسته د دغو مرستو په اړه جزیات خپاره کړل او وویل دا مهمه ده چې د اوکراین له حکومت سره مرسته وشي چې د روسیې د یرغل په مهال چارې روانې وساتي.

هغې وویل: «د اوکراین ضرورتونه عاجل دي او موږ پلان لرو چې دا مرسته مستقیمآ او ژر تر ژره اوکراین ته واستوو چې په مهمو ضرورتونو ولګول شي.»

مېرمن یلن وویل دا مرسته د اوکراین د بیا رغونې د اړتیا په برخه کې یو پیل دی او «زه له ګانګرس او خپلو نړیوالو متحدینو او ایتلافیانو سره کار کولو ته ژمنه یم چې په لنډ او اوږد مهال کې دا همکاري قوي کړو.»

امریکا تېره میاشت هم له اوکراین سره ۵۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړه او همدغه راز د لویدیځ دولتونو، نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک هم له اوکراین سره مرستو ته دانګلي دي.

د یوکراین صدراعظم دینس شمیهال د اوکراین په اړه د نړیوال بانک په دغې غونډې کې وویل چې هېواد یې د را روانو پنځو میاشتو لپاره هره میاشت د پنځو میلیارد ډالرو «مالي پول» او مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د اوکراین د بیا رغونې لپاره د داسې یو مارشال پلان غوښتنه وکړه چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا د بیا رغونې لپاره جوړ او پلی شوی و.

ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د مالي مرستو د غوښتلو تر څنګ د نورو پوځي مرستو غوښتنه وکړه چې مرکز کیف او لویدیځ ته د روسیې د نژدې کېدو او بریدونو مخه ونیسي. هغه بیا په روسیې باندې د نورو بندیزونو غوښتنه تکرار کړه.

نړیوال وجهي صندوق وايي چې د روانې جګړې له کبله به د کال تر پای پورې د یوکراین اقتصاد ۳۵ فیصده او د روسیې ۸.۵ فیصده لویږي.

XS
SM
MD
LG