د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو کارپوهان: په ایران کې سږ کال څه باندې ۴۰۰ تنه اعدام شوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په ایران کې د اعدامونو په ډیروالي اندیښنه ښودلې.

د کارپوهانو دغې یولس کسیزې ډلې، دوشنبه سپټمبر دویمه ( وږي ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یوازې تېره میاشت (اګست) په میاشت کې په ایران کې ۸۱ تنه اعدام شوي، پداسې حال کې چې د جولاۍ په میاشت کې بیا ۴۵ تنه په دار ځړول شوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په روان میلادي کال کې په ایران کې تر ۴۰۰ ډیر کسان اعدام شویدي چې ۱۵ پکې میرمنې وې.

د کارپوهانو دا ډله چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا ټاکل کیږي، په ایران کې د اعدامونو په ډیروالي ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې او د محکمې پرته او خپلسري توګه د اعدامونو په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو ویلي چې تیره میاشت په ایران کې ۴۱ تنه اعدام شوي کسان هغوي و چې د مخدره موادو پورې سره تړلو جنایاتو باندې محکوم شوي و.

دې ادارو ویلي چې په ایران کې د مخدره موادو پورې تړلو جنایاتو کې اعدامونه د نړیوالو اصولو څخه سرغړاونه ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې د مخدره موادو پورې تړلو جرمونو له کبله اعدامونه غندلي دي او دا یې هم ویلي چې تیر کال پدې هیواد کې څه باندې ۴۰۰ کسان د همدا شان تورونو له کبله اعدام شوي.

دوي همدرانګه ویلي داسې راپورونه یې تر لاسه کړي ترې ثابتیږي د اعدامونو په سزاګانو کې ډیری وخت عدالت په سمه توګه نه پلی کیږي.

سره لدې چې ایران معمولاً د مرګ په سزا محکوم شوي کسان په زندانونو کې دننه اعداموي خو تیره اوونۍ یې د لومړي ځل لپاره یو تن په عام محضر کې په دار وځړاوه.

د ایران د بشري حقونو ادارې مشر محمود امیري مقدم چې مرکز یې په ناروې کې دی له نړیوالې ټولنې غوښتې چې په ایران کې په عام محضر کې اعدامونه وغندي.

د بخښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو ډلو د معلوماتو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ کس تر چین وروسته دویم هیواد دی چې ډیر کسان پکې هر کال اعدامیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG