د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په فلسطیني ځمکو کې د اسرائیل د 'ناقانونه' اشغال د ختمېدو غوښتنه وکړه


دا پرېکړه لیک له اسرائيل څخه غواړي "چې له ځنډ پرته د فلسطین په قلمرو کې خپل ناقانانونه موجودیت پای ته" ورسوي.
دا پرېکړه لیک له اسرائيل څخه غواړي "چې له ځنډ پرته د فلسطین په قلمرو کې خپل ناقانانونه موجودیت پای ته" ورسوي.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (سنبله ۲۸) په رسمي ډول په فلسطیني ځمکو کې په ۱۲ میاشتو کې د اسرائيل د اشغال د ختمېدو غوښتنه وکړه او وایې که داسې ونه کړي، بندیزونه دې پرې ولګول شي.

د ملګرو ملتونو دا پرېکړه لیک الزامي نه دی او اسرائیل ادعا کوي چې دا به تاوتریخوالی زیات کړي. وايي دا یو "تحریف شوی" او "بدبینانه" پریکړه لیک دی. د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د عدالت د نړیوالې محکمې د مشورتي نظر په اساس تصویب شوی چې وايي له ۱۹۶۷ میلادي کال راهېسې د فلسطیني ځمکو اشغال «ناقانونه» دی.

د ملګرو ملتونو غړو د دغه پریکړه لیک په ملاتړ ۱۲۴ موافقې، ۱۴ مخالفې او ۴۳ ممتنع رایې ورکړې. د فلسطین استازي دا مصوبه "تاریخي" بللې ده.

دا پرېکړه لیک له اسرائيل څخه غواړي "چې له ځنډ پرته د فلسطین په قلمرو کې خپل ناقانانونه موجودیت پای ته" ورسوي.

دا اقدام داسې مهال شوی چې څو ورځې وروسته د حماس او اسرائيل ترمنځ د روانې جګړې یو کال پوره کېږي.

د فلسطین استازي ریاض منصور د دوشنبې په ورځ ویلي وو: «نظر دا دی چې په عمومي اسمبلۍ کې د نړیوالې ټولنې او د عدالت د نړیوالې محکمې د تاریخي پرېکړې له فشار څخه په استفادې اسرائيل مجبور شي خپله رویه بدله کړي.»

اسرائیل دا پرېکړه لیک غندلی او رد کړی دی.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت ویاند اورن مارمورشتاین په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: " نړیوال بدبینانه سیاست همداسې دی.» هغه لیکلي دي: «دا یوه تحریف شوې پرېکړه ده چې له حقیقت نه لېرې ده، ترهګري هڅوي او د سولې فرصت زیانمنوي."

پریکړه لیک همدغه راز د فلسطین له ځمکو څه د اسرائیل د ځواکونو وتل، د نوې مېشتیدا د چارو بندول، د نیول شویو ځمکو او جایدادانو بېرته ګرځول او د بې ځایه شویو فلسطینیانو بېرته ستنېدل "غواړي".

همدغه راز له "دولتونو څخه غواړي چې په هغه صورت کې اسرائيل ته د تسلیحاتي تدارکاتو "د بندولو لپاره اقدامات" وکړي،‌ چې د شک لپاره معقول دلایل وي چې "دا وسلې به په اشغال شویو فلسطیني ځمکو کې کارول" کېږي.

متحدو ایالتونو، هنګري، د چیک جمهوریت او ځینو نورو دولتونو د دغه پرېکړه لیک په ضد رایې ورکړې.

په داسې حال کې چې د امنیت شورا د غزې په قضیې کې تر ډېره پاتې راغلې- متحدو ایالتونو د خپل ایتلافي‌ اسرائیل لپاره ځینې پرېکړې ویتو کړې- خو د ملګرو ملتونو په عمومي‌ اسمبلۍ کې د فلسطینیانو په ګټه ځینې پرېکړې شوې.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې هېڅ هېواد هم د ویتو حق نه لري.

د مۍ په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د غوښتنې په ګټه ۱۴۳ رایې ورکړل شوې، نهه یې په ضد او ۲۵ ممتنع رایې ورکړل شوې. متحدو ایالتونو د امنیت په شورا کې دا پرېکړه ویتو کړې وه.

حماس د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل بریدونه وکړل، اسرائيل وايي چې په دغو بریدونو کې تقریبا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې کې د عامې روغتیا مسئولین وايي چې د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۴۱زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان ښودل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG