د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو د اوږدې مودې اړتیاو لپاره ۱۲۴.۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده


عکس: ارشبف
عکس: ارشبف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې دغه اداره د هرات ولایت د تیر کال د اکتوبر د میاشتې د زلزله ځپلو کورنیو د کورونو، کلیو د بیا رغونې او معیشت د امکاناتو د برابرولو لپاره په اوږده موده کې د هغوی د اړتیاو د پوره کولو لپاره لا هم ۱۲۴.۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ اتم (سلواغې ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې د مرستې رسونې ادارې لا هم ددغو دریو پرله پسې زلزلو څخه زیانمن شویو کورونیو ته د مرستې د برابرولو هڅې کوي.

اوچا ویلي: "د هرات ولایت کې زلزله ځپلو کورنیو سره په اوږده موده کې د هغوی د کورونو، کلیو د بیا رغونې او معیشت لپاره لا هم ۱۲۴.۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده".

د هرات په ولایت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې په سر کې د رښتر په کچه ۶.۳ درجو په دریو پرله پسې زلزلو کې ددغه ولایت په اتو ولسوالیو کې خلکو ته زښت زیات ځاني او مالي زیانونه ورسیدل.

اوچا د نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) په یو راپور کې ویلي و چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې تراوسه یې ددغو پیسو یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي وو چې په دغو پیسو به ۲۷۵ زره کسانو ته لازمې مرستې برابرې کړي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې تر ډیره یې د دغه ولایت په اتو ولسوالیو په ځانګړي ډول د زنده جان په ولسوالۍ کې خلکو ته خورا زیات ځاني او مالي زیان اړولی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG