د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د طالبانو له بند څخه د څلورو ښځینه فعالانو د ازادیدو هرکلی وکړ 


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه هیات (یوناما) د څلورو افغان ښځینه فعالانو د ازادیدو چې یو څو تنه یې د څو اونیو راهیسې د طالبانو سره بندیانې وې.

یوناما د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۳) په ټویټرکې لیکلي: "ملګري ملتونه د ښو رپوټونو څخه چې څلور بې درکه شوې افغان فعالانې چې یو شمیر یې د اونیو راهیسې بې درکه وې، توانیدلي چې خپلو کورونو ته ستنې شي، هرکلی کوي. "

تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خیل، دوه فعالانې چې د طالبانو د کړنو پر ضد یې په اعتراضونو کې ګډون کړی و څو اونۍ مخکې بې درکه شوې.

وروسته بیا په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالینو وویل چې مرسل‌ عیار او زهرا محمدي، دوه نورې فعالانې چې د طالبانو ضد په وروستیو اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه، په کابل کې له خپلو کورونو څخه نیول شوي دي.

یوناما ویلي چې: "د هغوی روغتیا او مصونیت ځانګړی اهمیت لري. یوناما به د ټولو افغانانو د حقونو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. "

طالبانو د پریاني او ابراهیم خیل په نیولو او بې درکه کیدو کې لاس لرنه تل رد کړې وه او تر اوسه یې د هغوی د ازادیدو په اړه نظر ندی څرګند کړی.

تر اوسه دغو ښځینه فعالانو هم د خپلې ازادۍ په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، امریکا او اروپا او د پشري حًونو د دفاع نړیوالو سازمانونو ددغو ښځینه فعالانو سمدستي ازادیدل او د طالبانو له لورې د غچ اخیستونکو قتلونو بندول غوښتي وو.

XS
SM
MD
LG