د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما طالبانو ته: د هر ډول 'خپل سرو نیونو' د پای ته رسېدو وخت رسېدلی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (يوناما) د طالبانو لخوا د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د دوو تنو بهرنیو خبریالانو د بیرته خوشي کېدو هر کلی کړی او د یادو نیونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

یوناما پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د هر ډول «خپل سرو نیونو»د پای ته رسېدو وخت رارسېدلی دی او طالبان باید په دې برخه کې توجه وکړي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي هیڅ افغان او بهرني خبریالان او مدني فعالان باید ونه نیول شي او په زندان کې ونه ساتل شي.یوناما همدارنګه ټینګار کړی چې د طالبانو سره بند پاتې ټول کسان باید خوشي شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تیره ورځ د څو تنو سیمه ییزو هکمارانو سره د خپلو دوو تنو بهرنیو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

دغه سازمان تیره ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و:"دوه تنه خبریالان له څو تنو سیمه ییزو همکارانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لپاره د خپلې دندې اجرا کولو پرمهال په کابل کې نیول شوي دي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو سازمان ددغه خبریالانو نیول کیدل تائید کړي او زیاته کړې ده چې یاد کسان تر څو ساعتونو وروسته بیرته خوشي شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې دغه بهرني خبریالان د پيژند پاڼې، جوازنامې او لازمو اسنادو نه درلودلو له امله نیول شوي و.

د یو بل خبر له مخې یو شمېر معترضو مېرمنو ویلي چې طالبانو ښځینه فعاله پروانه ابراهیم خېل تر درې اونیو وروسته بیرته خوشي کړې ده.

هغوی چې په راپور کې د نوم له اخیستلو څخه ډډه کول نن سې شنبه فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۳) وویل چې طالبانو ژمنه کړې طالبانو د نورو نیول شوو ښځینه فعالانو د خوشي کولو ژمنه هم کړې ده.

تر دې مخکې د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي و ښځینه فعالانې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني د جنورۍ پر ۱۹مه له یو شمېر دوستانو سره یو ځای نیول شوي او مرسل عیار او زهرا محمدي تیره اونۍ په کابل ښار کې لادرکه شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله د خوشي شوو ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د یادو ښځینه فعالانو نیول کېدل رد کړي و.

XS
SM
MD
LG