د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: بیځایه شوي په افغانستان، اوکراین او ټول منځني ختیځ کې له سخت ژمي سره مخامخ دي


په افغانستان کې بې ځایه شوې کورنۍ
په افغانستان کې بې ځایه شوې کورنۍ

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د نومبر ۱۱مه (لړم ۲۰) وویل چې په اوکراین، افغانستان او په ټول منځني ختیځ کې میلیونونه خلک د جګړو، ځورونې او ځپنې له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي او ښايي له خطرناک ژمي او سختې یخنۍ سره مخامخ شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې د دغو هېوادونو خلک لا له وړاندې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له اوږدمهاله اغېزو، د بیو لوړېدو او د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مخ دي او راتلونکی ژمی به د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

دغه کمیشنرۍ ویلي دي چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې ډیر خلک چې په جبري توګه له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي په راتلونکي ژمي کې به د تیرو کلونو په پرتله له زیاتو ستونزو سره مخ شي. ډیری کورنۍ به اړ شي چې د خواړو او تودوخې ترمینځ یو انتخاب وکړي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې په عراق او سوريه کې زيات شمير بې ځايه شوي خلک به د واورو له اوريدو وروسته له سختې يخنۍ سره مخ شي او د دغو دوو هيوادونو زيات شمير بې کوره شوي خلک به په پرله پسې توګه د دولسم کال لپاره د ژمي له سختې يخنۍ سره لاس او ګریوان شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ همداشان اټکل کوي چې نږدې ۳.۴ میلیون داخلي بې ځایه شوي سوریایي، لبناني، اردني، عراقي او مصري اتباع جدي مرستو ته اړتیا لري.

د دې اعلامیې له مخې، په لبنان کې، چې پخپله له اقتصادي بحران څخه رنځیږي، له هرو لسو سوریایي مهاجرینو څخه نهه یې لا له وړاندې له سختې بې وزلۍ سره مخ دي او هغوی هره ورځ دې ته اړ دي چې لږ خواړه خوري او خپلې روغتیایي پاملرنې ته شا کړي. ډیری دا کورنۍ باید د خپلو حیاتي اړتیاوو د اخیستلو لپاره نور پور واخلي.

په عین حال کې په میلیونونو اوکراینیان چې د روسیې د پوځي یرغل له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي، په ویجاړو شویو ودانیو او داسې ودانیو کې ژوند کوي چې د تودولو لپاره یې شرایط مناسب نه دي. برسېره پر دې، د انرژۍ د تاسیساتو له منځه تلل چې د کورونو د تودوخې او د اوبو چمتو کولو لپاره کارول کیږي، د بې ځایه شویو اوکراینیانو ستونزې نورې هم زیاتې کړې.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان په ډېرو برخو کې د تودوخې درجه په اسانۍ سره تر منفي ۲۵ درجې سانتي ګراد ته رسېږي او په دغه جګړه ځپلي هېواد کې بې ځایه شوې کورنۍ له سختې یخنۍ سره مخامخ کیږي. د ملګرو ملتونو ددغه کمېشنرۍ په اعلامیه کې راغلي چې د ژمي سخته یخنۍ پر افغانستان په داسې حال کې اغېز کوي چې د هېواد اقتصاد له سخت زوال سره مخ دی. په دې راپور کې په ځانګړې توګه د پکتیکا او خوست ولایتونو د جون میاشتې زلزلې ته اشاره شوې چې په ترڅ کې یې زرګونه کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړل.

د دې ترڅنګ، چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی، سېلابونو او وچکالۍ هم د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی او داسې راپورونه هم شته، چې د هېواد په ځینو سیمو کې د بې ځایه کېدو لړۍ دوام لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې اولګا سراډو په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي، د دې هېواد لپاره د ژوند ژغورونکي پروګرامونو او مرستو لپاره د مالي بودجې د ترلاسه کولو د امکاناتو لرلید لاهم ناهیلي کوونکی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې وروستیو کې د مرستو راټولولو یو نړیوال کمپاین پیل کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغو کورنیو ته د ژمي په موسم کې مرستې برابرې کړي چې په جبري توګه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG