د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۳ میلیون خلک قحطۍ سره مخ دي


د خوراک نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون کسانو ته مرستې برابروي.
د خوراک نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون کسانو ته مرستې برابروي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیون کسان د قحطۍ سره مخ دي.

د دې ادارې اجرائیوي مشر ډیوډ بیسلي چې تازه افغانستان ته په سفر تللی وایي چې پدې هیواد کې شاوخوا ۲۳ میلیون کسانو ته مرستې برابروي. دې ادارې ویلي چې د ټولې نړۍ په ۴۳ هیواونو کې شاوخوا ۴۵ میلیون کسان د قحطۍ سره مخ دي چې یوازې درې میلیون یې په افغانستان کې دي.

ملګرو ملتونو جګړه، د اقلیم بدلون او د کویډ-۱۹ وبا په نړۍ کې د قحطۍ د ډیریدو مهم عوامل بللي.

د خوراک نړیوال پروګرام ویلي چې په یو شمیر هیوادونو کې خلک د خوراکي موادو د تر لاسه کولو لپاره ډیرو ناوړو لارو چارو ته لاس اچوي. د کم عمره ماشومانو ودونه، د ښوونځي څخه ایستنه، ماشومانو ته د خوراکي موادو پر ځای د ملخو، پاڼو او زقُم بوټو ورکوونه یې ځینې بیلګې یادې کړي.

ملګرو ملتونو همدارنګه په افغانستان کې د مطبوعاتو د هغو رپوټونو یادونه کړې چې ځینې کورنیو د ژوندي پاتې کیدو لپاره خپل د کورنۍ غړي پلورلي.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د پر له پسې وچکالیو له کبله په ګڼ شمیر سیمو کې خلک د خوراکي موادو د کمښت سره مخ و خو د طالبانو د راتګ نه وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شوي بلکې د افغانستان ملیاردونه ډالر بهرنۍ شتمنۍ هم چې ډیری یې په متحده ایالاتو کې دي، کنګل شوې.

تر دې وړاندې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو اف پي" د اکټوبر په میاشت کې د افغانستان د اقتصاد د ممکنه پاشل کیدو خبرداری ورکړی و او ویلي و چې د نومبر په میاشت کې به د دغه هیواد نیمايي نفوس د خوړو د کموالي له ګواښ سره مخامخ شي.

ډبلیو اف پي د اکتوبر ۲۵ ( لړم درییم) په راپور کې ویلي، چې د نوامبر له میاشتې به ۲۲.۸ میلیونه کسان په افغانستان کې د سختې لوږې سره مخ شي.

ډبلیو ایف پي ویلي چې په نړۍ کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره ۷ میلیار ډالرو ته اړتیا لري پداسې حال کې د روان میلادي کال په پیل کې دې ادارې ویلي چې ۶.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG