د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د اټکل له مخې په غزه کې ۱۷زره ماشومان له خپلو میندو څخه جلا شوي دي


د یونیسف ادارې ویاند جاناتان کریککس وویل: "ددغو ماشومانو څخه هر یو د خپلو میندو او عزیزانو د لاسه ورکولو زړه بوږنونکي کیسې لري."
د یونیسف ادارې ویاند جاناتان کریککس وویل: "ددغو ماشومانو څخه هر یو د خپلو میندو او عزیزانو د لاسه ورکولو زړه بوږنونکي کیسې لري."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د نږدې تیرو څلورو میاشتو جګړې راهیسې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۷زره ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا شوي او په بې سرپرستۍ کې ژوند کوي.

په فلسطین کې د یونیسف ادارې ویاند جاناتان کریککس وویل: "ددغو ماشومانو څخه هر یو د خپلو میندو او عزیزانو د لاسه ورکولو زړه بوږنونکي کیسې لري."

نوموړي د جمعې په ورځ، فبرورۍ دویمه (سلواغۍ ۱۳مه) د مجازي ناستې له لارې په جنیوا کې یوې غونډې ته وویل: " له خپلو کورنیو څخه د بې ځایه شويو ماشومانو دغه شمېر د غزې د تړانګې د ۱.۷ میلیونه نفوس، یو سلنه برخه جوړوي."

هغه وویل: " له دغو ماشومانو څخه هر یو یې د یوه نوي ویرونکي واقعیت سره مخ دي."

د یونیسف دغه ویاند وویل، د جګړې پر مهال کله چې ماشومانو خپل مور او پلار له لاسه ورکړل،‌ نو د کورنۍ نورو غړو لخوا به یې ساتنه کېدله، خو د کریککس په خبره، اوس په غزه کې د دغو ماشومانو خپلوان او دوستان "د خوراکي توکو، اوبو او سرپناه د سخت کمښت له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي او اوسمهال هڅه کوي چې یواځې د خپلو ماشومانو او کورنیو پالنه وکړي."

د مرګ ژوبلې زیاتوالی

په ورته وخت کې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، د جمعې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۲۷۱۳۱ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت معلوماتو پر بنسټ، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۱۲ کسان وژل شوي دي. د غزې روغتیايي چارواکو همدارنګه ویلي چې په نږدې تېرو څلورو میاشتو کې ۶۶۲۸۷ کسان ټپیان شوي دي. خو دغو چارواکو، پدې اړه چې په یادو وژل شویو کې څومره کسان یې د حماس جنګیالي دي، څه ویلي نه دي.

ددې سره سره، د غزې د روغتیا وزارت په پرله پسې توګه ادعا کړې چې په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي، خو دا شمېره خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې.

بلخوا د اسرائیل حکومت او پوځ ادعا کوي چې د حماس جنګیالي له ملکي وګړو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي او همدارنګه د روغتونونو په ګډون د عامه تاسیساتو په منځ کې پناه اخلي، خو د حماس ډلې دغه ادعا رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG