د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په اوکراین کې نژدې ۸۵۰۰ ملکي خلک وژل شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

ملګرو ملتونو نن سه شنبه اپریل یولسمه (وري۲۱) وویل چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې د نژدې ۸۵۰۰ اوکرایني ولسي خلکو وژل تائید شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ‌ په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې په دغې جګړې کې همدغه راز ۱۴۰۰۰ نور ملکي اوکراینیان ژوبل شوي دي.

دغې ادارې ویلي دي‌ چې شاید د وژل شویو او زخمیانو اصلي شمېر تر دې زیات وي.

د دغه سازمان اعلامیه وايي دوی باور لري چې «اصلي شمېر به پام وړ زیات وي، ځکه چې په ځینو سیمو کې،‌ چې سختې جګړې په کې روانې دي، اطلاعات ځنډېدلي او ډېر نور راپورونه تائید ته منتظور دي.»

دا اطلاعات او راپورونه تر ډېره د ماریوپول، لیسیچانسک، پوپاسنا او د د سیویرودونسک په سیمو پورې اړه لري چې ولسي تلفاتو یو لړ ادعاوې په کې شوې.

ملګرو ملتونو د اپریل د میاشتو په لومړیو نهو ورځو کې د ۴۴ ولسي‌ خلکو وژل تائید کړي وو چې تر ډېره د هغو وسلو له کبله دي‌ چې پراخې سیمې زیانمنې کوي.

څو میاشتې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د امریکا له «نیوز مکس» سره په مرکه کې ویلي وو: «موږ په یوه ورځ کې ۶۰ تر ۱۰۰ پورې پوځيان له لاسه ورکوو او ۵۰۰ نور کسان په جګړو کې ټپیان کیږي.»

روسیې د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی، لا د دواړو هېوادونو د پوځي تلفاتو دقیق ارقام نه دي خپاره شوي، خو امریکايي مقامات اټکل کوي چې په دغې جګړې کې د روسیې زرګونه سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG