د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې ٢٥٨ میلیونه خلک مهاجر دي- ملګري ملتونه


د نړۍ تر ټولو زیات مهاجر د امریکا په متحده ایالاتو کې اوسیږي
د نړۍ تر ټولو زیات مهاجر د امریکا په متحده ایالاتو کې اوسیږي

ملگري ملتونه د اټکل له مخې په ٢٠١٧ کې په نړۍ کې ٢٥٨ میلیونه کسان مهاجر وو چې د ٢٠٠٠ کال راهیسې په نړیوال مهاجرت کې ۴٩ فیصده زیاتوالی ښیي.

د ملگرو ملتونو دغه رپوټ چې په هرو دوو کلونو کې یو ځل د مهاجرت د نړیوالې ورځې په هکله خپریږي وایي چې د نړیوالو مهاجرو شمیر چې په ٢٠٠٠ کال کې ٢،٨ فیصده و سږکال ٣،۴ فیصدو ته لوړ شوی دی.

خو د ملگرو ملتونو د اقتصاد او ټولنیزو چارو د څانگې رپوټ وایي چې ښه عاید لرونکو هیوادونو ته د مهاجرو د ورتگ شمیره چې په ٢٠٠٠ کال کې ٩،٦ وه، په ٢٠١٧ کال کې ١۴ فیصده لوړه شوې ده.

ددغو نړیوالو مهاجرو له جملې نه شاوخوا شپږ میلیونه یې افغانان دي چې په عمده توگه په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د ٢٠١٦ کال په سپتامبر کې د جمهور رئیس باراک اوباما د حکومت پر وخت د امریکا په گډون د ملگرو ملتونو ١٩٣ غړو هیوادونو د مهاجرو او پناه غوښتونکو په هکله د نیویارک اعلامیه ومنله. دغه اعلامیه وایي هیڅ یو هیواد په یواځې توگه نړیوال مهاجرت نشي اداره کولای.

دغو هیوادونو په دې موافقه وکړه چې د مهاجرت ښه مدیریت کیدونکې پالیسي پلې کړي او ژمنه یې وکړه چې د مهاجرو د مسؤلیت بار په مساوي توگه وویشي. دوی په دې هم موافقه کړې وه چې د مهاجرو بشري حقونه باید وساتل شي او د هغوی په وړاندې د توپیري چلند مخنیوی وشي.

د ملگرو ملتونو د اقتصاد او ټولنیزو چارو د څانگې مشر لیو ژنمین وایي غړو هیوادونو همداشان موافقه وکړه چې په ٢٠١٨ کې د یوې نړیوالې موافقې لپاره کار پیل کړي. د هغه په وینا د مهاجرو په هکله دغه نوې شمیرې به غړو هیوادونو ته د بحث لپاره یوه ښه سرچینه وي.

خو په دغه بحث کې به یو مهم هیواد برخه وانخلي. د امریکا متحده ایالاتو د دسامبر په لومړیو کې وویل چې ددغې موافقې په اړه په بحثونو کې ونډه نه اخلي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وایي دغه اعلامیه "د امریکا د حاکمیت سره اړخ نه لگوي".

د ملگرو ملتونو رپوټ وایي په ٢٠١٧ کې لوړ عاید لرونکو هیوادونو د نړیوالو مهاجرو ٦۴ فیصدو ته ځای ورکړی چې نژدې ١٦٥ میلیونه تنه کیږي.

د نړۍ زیات شمیر مهاجر یعنی ۴٩،٨ میلیونه کسان په متحده ایالاتو کې اوسیږي چې د نړۍ د ټولو مهاجرو ١٩ فیصده کیږي او په ترتیب سره سعودي عربستان، جرمني او روسیه په دوهم، دریم او څلورم قطار کې راځي چې ١٢ میلیونه مهاجر په کې اوسیږي. همداشان بریتانیا د نهه میلیون مهاجرو په لرلو سره په پنځم مقام کې راځي.

XS
SM
MD
LG